د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د اندونیزیا هېواد KNB تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
په کابل کې د اندونیزیا سفارت د ۲۰۲۱ تحصیلي کال لپاره مخ په ودې هېوادونو لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د دغه هېواد په ۲۳ پوهنتونونو کې د (KNB) پروګرام تحصیلي بورسونو خبر ورکوي.
دغه بورسونه لاندې معیارونه لري:
۱ـ د ماسټرۍ او دوکتورا دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۶۵ لوړه وي.
۲ـ د لېسانس دورې نوماند د نمرو سلنه باید له ۷۰ لوړه وي.
۳ـ د فورم اپلیکېشن له https://knb/kemdikbud.go.id انټرنټي پاڼې تر لاسه او ډک کړئ.
۴ـ د داوطلب عمر باید لږ تر لږه ۳۵ کاله وي او عمر یې له پېژندپاڼې سره سمون ولري.
۵ـ د اندونیزیا سفارت سپارښت پاڼه ولري.
۶ـ د (Recommendation letter) اکاډمي دوې سپارښت پاڼې ولري.
۷ـ سوانح (Curriculum Vitae)؛
۸ـ د پاسپورټ کاپي (لومړی مخ)؛
۹ـ په انګرېزي ژبه د ښوونځي شهادتنامه (د لېسانس دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۷۰ پورته وي)
۱۰ـ د ډيپلوم او ټرانسکرېپټ کاپي او نمرې باید په انګرېزي ژبه وي (د ماسټرۍ او دوکتورا دورې لپاره باید د نمرو سلنه له ۶۵ لوړه وي.)
۱۱- په انګرېزي ژبه د روغتیا پاڼه؛
۱۲ـ په انګرېزي ژبه پوره برلاسی ولري (د TOEFL یا IELTS او یا هم د دې معادل سند ولري)؛
داوطلبان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۱، فبروري له ۱۰مې د همدې کال د مې تر ۴مې له https://knbscholarship.kemdikbud.go.id انټرنټي پاڼې تر لاسه او د اړتیا وړ اسناد دKabul.kabri@go.id برېښنالیک له لارې د اندونیزیا سفارت ته واستوي.
هغه داوطلبان چې سفارت یې د شرایطو وړ وبولي، سپارښت پاڼه ورکوي. سفارت د مرکې د پایلې پر بنسټ د توصیې پاڼې د ورکولو او نه ورکولو پوره صلاحیت لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د سفارت ارتباطي اغلې نګین آیین ده. د اړیکه شمېره یې: ۰۷۲۹۶۲۹۹۶۸
د یاد هېواد مسوولین وایي، نوماندان مخکې له دې چې د نوملیکنې لپاره لوړو زده کړو وزارت ته لاړ شي، باید له خپلو اسنادو سره یو ځای په کابل کې د اندونیزیا سفارت ته ولاړ شي او له سفارت څخه د سپارښت پاڼې تر اخیستلو وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته ورشي.