سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کرونا واکسین د تطبیق پروسه پیل شوه

baqir_admin
سبت, يوليو 31 2021 12:15 مساء
g

په مراسمو کې يې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل ميرويس ستانکزي، محصلانو چارو مرستيال پوهنمل احمد الله عزيز، مالي او اداري چارو مرستيال عبد الوهاب عزيز او د عامې روغتيا رياست مسولينو برخه لرله.

د پوهنتون علمي چارو مرستیال د یادې پروسې د پرانیستې پر مهال وویل:"د دې کمپاین په ترڅ کې به د کونړ د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د پوهنتون هغو استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته چې تر اوسه واکسین شوي نه دي، یاد واکسین تطبیق شي."

هغه زياته کړه که څه هم پوهنتون کې یو ځل وړاندې د کرونا واکسینو د تطبیق پروسه پلې شوې وه او ځېنې استادان او منسوبین واکسین شوي وو؛ خو دا ځل یاده چاره د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا له پرېکړې سره سم الزامي بڼه لري او د پوهنتونونو د پیلېدا د یوه شرط په توګه به پاتې ټول استادان، محصلین، اداري او خدماتي کارکوونکي واکسین شي.

کونړ د عامې روغتيا رياست استازي ډاکټر محمد اسحاق په خپلو خبرو کې د لیرې پرتو سیمو له محصلینو وغوښتل چې د ولسوالۍ په کچه روغتیايي مرکزونو ته د واکسینو د تطبیق په موخه ورشي او خپل ځان او نور له دغې وژونکې ناروغۍ څخه وژغوري.

Latest news

أربعاء, نوفمبر 20 2024 5:34 صباحا
Background image

وزير التعليم العالي قام بزيارة رسمية إلى ولاية زابل، حيث زار مؤسسة التعليم العالي(ميرويس خان) في زابل خلال هذه الزيارة .

 

ألقى شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم خطابه في تجمع كبير الذي أقيم في مؤسسة "ميرويس خان" للتعليم العالي في ولاية زابل خلال زيارته الرسمية.

حضر في هذه الجلسة والي ولاية زابل ونائبه،. . .

أحد, نوفمبر 17 2024 2:40 مساء
Background image

ألقی وزير التعليم العالي خطابًا في تجمع كبير في ولاية ميدان وردك، والتقى بمسؤولي مؤسسة التعليم العالي في وردك.

 

ألقى فضيلة الشيخ المولوي نداء محمد نديم وزير التعليم العالي خطابه خلال زيارة رسمية إلى ولاية ميدان وردك في تجمع كبير حضره والي الولاية، رئيس مجلس العلماء، مسؤول المدرسة الجهادية،. . .

BACK TO NEWS