د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ ګډه غونډه نن د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوه.
5جوزا1401
د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ ګډه غونډه نن د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختيا رئیس انجنير روح الله روحاني د تېرو ګډو ناستو پايلې روښانه کړې او د دواړو لورو ترمنځ يې د کلي موافقې په رامنځته کولو کې اغېزمنې وبللې.
ورپسې د اجنډا سره سم د غونډې غړو د لېسانس په پروګرامونو کې د دغه دفتر د فارغانو د شاملیدو سلنې، د یو کال تخفیف او د ځانګړې ازموینې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونه دې د لا زیاتو بحثونو په موخه د یادو ادارو له مشرتابه غړو سره شریک شي.
د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د رياست د فارغانو او يو شمېر نورو مواردو په اړه ګډ نظر ته د رسېدو په موخه به، دې ته ورته نورې غونډې به په یادو ادارو کې جوړېږي.