د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په خپل کاري دفتر کې، د بنګله دیش هېواد «د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون،» له رئیس سره وکتل.
۱۴۴۳/۱۱/۲۷
۱۴۰۱/۴/۶
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، په خپل کاري دفتر کې، د بنګله دیش هېواد «د ښځو لپاره اسیایي پوهنتون،» له رئیس سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، خپلو خبرو کې د افغانستان او بنګله دیش هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان او بنګله دېش ګډ دیني او کلتوري ارزښتونه لري او په سختو شرایطو کې یې له یو بل سره مرستې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د افغانستان تحصیلي بهیر په نورمال ډول روان دی، خو د معیاري کولو او نړیوالو ستندردونو سره د سمولو لپاره یې، د نړۍ او په ځانګړي ډول ګاونډیو او سیمې هېوادونو مرستو ته اړتیا لرو.
همدارنګه د ښځو لپاره د بنګله دیش اسیایي پوهنتون رئیس ډاکټر کمال د دغه پوهنتون په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په یاد پوهنتون کې یوازې ښځينه محصلانې زده کړې کوي. نوموړي په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره په تحصیلي برخو کې تر خپلې وسې هر ډول همکاریو ته تیاری وښود او په مختلفو څانګو کې یې د افغان ښځينه محصلانو لپاره د ۶۰۰ تحصیلي بوروسنو ژمنه هم وکړه.