د لوړو زده کړو وزارت پلاوي جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوزجان پوهنتون د علمي او اداري برخو څارنه او ارزونه وکړه.
۱۴۴۴/۱/۲۳
۱۴۰۱/۵/۳۰
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو د رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د جوزجان پوهنتون له مختلفو برخو لیدنه او څارنه وکړه او د یاد پوهنتون له مسؤلانو سره یې د ناستې پر مهال په یاد ولایت کې د تحصیل پر پرمختګ او معیاري کولو ټینګار وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د جوزجان پوهنتون له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو سره په یوه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت پر قوانینو او پالیسیو ټينګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپل ولس لپاره د غوره تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هڅه وکړي.