د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو پر دوام په فارياب ولايت کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړه.

eshaq_admin
ثلاثاء, سبتمبر 19 2023 11:01 صباحا
thfffd

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده غونډه کې، په داسې حال کې چې د فاریاب والي داملا شعیب رسالت، د یاد ولایت دیني علماء کرامو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او متنفذینو هم حضور درلود، وویل چې فاریاب د شهيدانو او غیرتونو کور دی. 
نوموړي زیاته کړه چې فارياب په تېر شل کلن جهاد کې ستره ونډه درلوده او ولسونو یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فاریاب پر ولسونو غږ وکړ: «اې د فاریاب ولسونو! د دښمن په تبلیغاتي جګړه مه تېر وځئ پر اسلامي امارت اعتماد وکړئ، موږ د غرب په غوښتنه د شريعت یو جزء هم نه پرېږدو.»
همداراز سرپرست وزیر د یوه ملت د ماتې لاملونه نفاق او بې اطاعتي یاد کړل او ویې ویل: «لوړو زده کړو وزارت د ټولو افغانانو لپاره د یو شان لوړو زده کړو زمینې برابرولو مسؤلیت لري، تر څو د هېواد ودانولو په پار مسلکي او متخصص کادرونه وروزي.» 
وروسته د فارياب ولايت والي داملا شعیب رسالت د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې موږ له خپلې عقیدې او کلتور سره سم یو معیاري تحصیلي نظام غواړو. 

همدارنګه څو تنو علماء کرامو، د فاریاب پوهنتون استادانو او متنفذینو د تېر شل کلن جهاد پر کارنامو، په هېواد کې د لوړو زده کړو پراختیا او د تحصیلي نظام د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.

Latest news

اثنين, يوليو 07 2025 9:01 صباحا
Background image

شارك شيخ الحدیث المولوي ندا محمد نديم، وزير التعليم العالي، في حفل تخرج طلاب كلية التربية والتعلیم بجامعة قندهار، حيث ألقى كلمة بالمناسبة.

 

شارك في الاجتماع الذي أُقيم في جامعة قندهار بهذه المناسبة قيادة الجامعة، وعدد من الأساتذة، وممثلون من بعض إدارات الإمارة الإسلامية، وأعضاء من أسر الخريجين.

قال معالي وزير التعليم. . .

BACK TO NEWS