د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د اذربایجان د بورسونو خبرتیا

baqir_admin

Due

-

په اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان ج.ا. دایمي استازولۍ (نمایندګۍ) په جينیو کې د اذربایجان جموري دولت د دایمي استازولۍ (نمایندګۍ) د یوې يادونې په ترڅ کې د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو له پاره د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) غړو هېوادونو ته (د تيارۍ دورو کورسونو، لیسانس، ماسټرۍ، دوکتورا، عمومي طب او  (Residency Programme په بېلابېلو څانګو کې د طب په ګډون د ۲۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د بورس امتیازات:

بورسونه بشپړ دي او لاندې ګټې (امتیازات) لري:

•          د تحصیلي دورې فیس ورکول.

•          په کال کې يو ځل د الوتکې د ټکټ لګښت ورکول.

•          ۸۰۰ آذري (د پیسو واحد) پیسو میاشتنی مدد معاش.

•          لیلیه/ خواړه/ قرطاسیه.

•          روغتیایي بیمه.

•          د ویزې او نوم لیکنې لګښت.

د بورس شرایط:

•          د لیسانس او عمومي طب په برخه کې د نوماند سن باید له ۲۵ کلونو کم نه وي.

•          د ماسټرۍ او Residency Programmes له پاره د نوماند سن باید له ۳۰ کلونو کم وي.

•          د دوکتوار له پاره د نوماند سن باید له ۴۰ کلونو کم نه وی.

•          د لیسانس دورې له پاره د نومرو سلنه له ۷۰ کمه نه وي.

•          د ماسټرۍ او دوکتورا دورې له پاره د‌نومرو سلنه باید له ۶۵ کمه نه وي.

د اړتیا وړ سندونه:

•          د بورس د اپلیکیشن فورم بشپړول.

•          د ښوونځي شهادتنامه او د ښوونځي د دریو وروستیو کلونو نومرو کاپي (د لیسانس دورې له پاره)

•          د ډیپلوم او د نومرو د ټرانسکریپټ کاپي (د ماسټرۍ دورې له پاره)

•          د پاسپورټ کاپي.

•          د غوښتونکي د ۶ وروستیو میاشتو عکس ( 3*4 سایز کې)

•          د روغتیایي معایناتو بشپړولو فورم (ایډز، هپيتایت B و C)

•          د سوانحو خلص (CV)    

•          Motivation Letter

•          د انګرېزي ژبې سند د هغو څانګو له پاره چې په انګرېزي ژبه وړاندې شوي دي.

•          د لیسانس له پاره (IELTS 5, TOEFL 40) او د نورو برخو له پاره (ELTS 5.5, TOEFL 50)

د یادو بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبروري ۲۸مه ده.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره د اذربایجان جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت وېبپانې https://mfa.gon.az/en/cotent/399/scholarship او معلوماتي کڅوړې ته چې له دې خبرتیا سره يو ځای شوې ده، مراجعه وشي.

ارتباطي شخص: Nigar Rahimli -     scholars@mfa.gov.az

نو په شرایطو برابرو مینه والو ته خبر ورکول کېږي که په یادو بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي د نوم لیکنې له پاره له خپلو اصلي تحصیلي سندونو سره د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱مې شمېرې غرفې ته مراجعه وکړئ او د سندونو له بشپړولو وروسته د ۱۳۹۹لمريز کال د کب (حوت) میاشتې ۵مې نېټې پورې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورې میاشتې له ۲۳ مې نېټې سره سمون لري، بېرته وسپارئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ:

1- Call-for-Application

2- Frequently Asked Questions

3- General_Application Form

4- Guidelines for International Students

5- List of participating universities

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۸:۴۱
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد


بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک وسایل، تجهیزات و مواد لابراتواری  پوهنحی . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد


بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک وسایل، تجهیزات و مواد لابراتواری  پوهنحی های . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۸:۳۸
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک وسایل، تجهیزات و مواد لابراتواری  پوهنحی . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۲۱
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سمستر خزانی سال 2023 پوهنتون (Bahria University) کشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 984  مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای بورسیه تحصیلی پوهنتون (BU) کشور پاکستان با معافیت پرداخت هزینه در خواست پذیرش برای محصلان . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۵
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سال 2023 پوهنتون UTMکشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 983 مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای 100 سیت بورسیه تحصیلی پوهنتون مدیریت و تکنالوژی ( UTM) کشور پاکستان با 90 فیصد تخفیف در فیس . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

اطلاعیه بورس تحصیلی کشور اوزبیکستان درمقاطع لیسانس

کشور اوزبیکستان از اعطای بورسهای تحصیلی مرکز آموزشی اتباع افغانستان مربوط وزارت معارف و تحصیلات آن کشور واقع در منطقه ترمز برای مقطع لیسانس با شرایط ذیل خبر داده است:

اسناد مورد نیاز:
. . .