د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !
مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱. طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او یا د ۵۵۰ نمرو ټافل سند لرل. (لېسانس)،
۲. نرسنګ څانګې لپاره کم تر کمه د ۵.۵ نمرو د IELTS سند او یا ۸۰ نمرو د ټافل سند لرل. (لېسانس)،
۳. د طب لپاره د ABC او یا AAC نمرو د ریاضياتو سند لرل.(لېسانس)،
۴. د طب لپاره د ۵.۰ نمرو د IELTS سند لرل. (ماسټري)،
۵. کاندیدان باید د ۱۴۰۰هـ ش څخه تر ۱۴۰۲هـ ش کلنو فارغان وي.
د بورس امتیازات:
ټول لګښتونه لکه د جیب خرچ پیسې، د پوهنتون فیس، هستوګنځای، د الوتکې یو طرفه ټکټ، قرطاسيه او نور ټول لګښتونه د بورس ورکوونکي هېواد پرغاړه دي.
د اړتيا وړ اسناد:
۱. لږ تر لږه د ۷۵ سلنه فيصدۍ سره د مکتب شهادت نامه لرل،
۲. په طب څانګه د لېسانس سند درلودل، چې فيصدي يې د ٪۶۵سلنه څخه کمه نه وي،
۳. د پوهنتون د نمرو ټرانسکريپټ او ډپليوم لرل،
۴. الکترونيکي تذکره لرل،
۵. پاسپورټ لرل.
پر شرايطو برابر داوطلبان، چې غواړي د يادو بورسونو لپاره نوم ليکنه وکړي، کولاى شي د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش عمومي دفتر له (١٧) شمېرې غرفې څخه د اړتيا وړ فورمې تر لاسه او د ۱۴۰۳/۵/۱۴ هـ ش نېټې پوري يې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو او بورسونو د تنظيم ریاست ته وسپاري.