د هرات پوهنتون علمي کادري بستونه
Publish Date
Closing Date
د هرات پوهنتون ۱۳۹۹ کال لپاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلان ته سپاري او د یاد بست لپاره د دوکتور، ماسټر او یا لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
۱- د ښوونې او روزنې پوهنځی
د فزیک څانګه (۱) بست لومړې ځل
داوطلبان کولی شي د ۱۳۹۹کال د تله (میزان) ۱ د ۱۳۹۹ کال د تله (میزان) تر۳۰ پورې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې د علمي کادر غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصلي ټرانسکرپټ، د وزارت له ویب پاڼې څخه د همدې اعلان کاپي او د تابعیت تذکرې کاپي سره یو ځای، اړوند پوهنتون ته وسپاري.