ازبیکستان ته د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت تللي پلاوي ترمز کې د افغان زدهکړیالانو لپاره جوړ شوي روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی چې د یاد پلاوي ملتیا کوي وايی؛ چې په دغه روزنیز مرکز کې ۱۷۲ افغان زدهکړیالان په درېیو څانګو( د ازبیکي ژبې ادبیات، قابلګي او رېل پټلۍ) کې په زدهکړو بوخت دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال وايی؛ چې یاد روزنیز مرکز له زېربنايی اړخه په ډېره ښه توګه جوړ دی او ټولې ستونزې حلولای شي، خو له علمي اړخه باید ورته پاملرنه وشي څو اوسنیو اړتیاوو سره سم په لوړ کیفیت فارغان ولري.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي زیاته کړه چې د دغه روزنیز مرکز ستونزې د پوهنتون له مشرانو سره شریکې شوي او د ازبيکستان د لوړو زده کړو وزارت سره به هم شریکې شي.