په بلخ پوهنتون کې (د علمي کادري غړو د جذب د لايحې پېژندنه) د پوهاوي په اړه تعليمي پروګرام جوړ شو
د علمي کادري غړو د جذب لايحې د پېژندنې، د علمي پروګرامونو، تګلارې او فورمونو د پېژندنې او د علمي کادرونو د غړو د شارټ لېست کولو پروسه او د ګمارنې چک لېستونه» د عامه پوهاوي او تعليمي پروګرام، د امرانو او د بلخ پوهنتون د بېلابېلو څانګو د یو شمېر استادانو او د بلخ ولایت د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو استادانو ته، د بلخ پوهنتون د علمي چارو د معاونيت له لوري جوړ شو.
په دې ورکشاپ کې د استادانو د انسجام امر پوهاند امان الله مونس، د کادري غړو د جذب د لایحې، د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ پېژندنې او علمي پروګرامونو د بیا کتنې ملي ټرېنر محمد راتب کاوه د علمي پروګرامونو د تګلارې د بیا کتنې او پوهندوی احمد رشاد جمالیار د کلني راپور د فارمټونو او دوره يي کتنې او پوهنمل عبدالواحد انصاري د علمي کادر د غړو د ګمارنې په اړه د شارټ لېست پروسې د فورمونو او چک لېسټونو په اړه معلومات وړاندې کړل.