د لیسانس، ماسټرۍ، دوکټورا او تخصص په کچه د روسیې فدراتیف هېواد د بورسونو خبرتیا
Due
-
په کابل کې د روسیې فدراتیف فرهنګي مرکز په بېلابېلو تحصیلي کچو (لیسانس، ماسټري، دوکتورا او تخصص) کې د یاد هېواد د تحصیلې بورسونو د ثبت له پیلېدو چې په بشپړ ډول وړیا نه دي، وزارت ته خبر ورکړی:
د لیسانس دورې له پاره د اړتیا وړ سندونه
- د غوښتونکي د ښوونځي د دریو وروستیو کلونو سلنه باید لږ تر لږه ۸۰٪ وي.
- د ښوونځي شهادتنامه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوې وي.
- پاسپورټ چې لږ تر لږه درې کاله وخت ولري.
- د تابعیت تذکره
د ماسټرۍ دورې له پاره د د اړتیا وړ سندونه
- د غوښتونکي د لیسانس دورې د نمرو سلنه لږ تږ ۷۰ وي.
- ډیپلوم او ټرانسکرېپټ او یا هم سرټیفکیټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی وي.
- پاسپورټ چې لږ تر لږه درې کاله وخت ولري.
- د تابعیت تذکره.
د دوکتورا له پاره د اړتیا وړ سندونه:
- د غوښتونکي د ماسټرۍ دورې د نمرو سلنه لږ تږ لږه ۷۰ وي.
- ډیپلوم او ټرانسکرېپټ او یا هم سرټیفکیټ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی وي.
- د ماسټرۍ دورې تیزس چې په روسي یا هم انګریزي ژبه ۱۰-۵ پاڼې وي.
- د چاپ شوو مقالو لېسټ.
یادونه: په دې پړاو کې، د تحصیلي سندونو ، د روغتیا فارمونو ، د HIV کتابچې ژباړه اړین نه دي، که غوښتونکی له ازموینې او مرکې څخه وروسته بریالی شي، نو د یادو سندونو په بشپړولو به مکلف وي.
نو له همدې امله ، ټولو په شرایط برابرو غوښتونکو ته خبر ورکول کیږي چې د یاد هیواد په بورسونو کې د نوم لیکنې لپاره کولی شي په آنلاین بڼه https://education-in-russia.com ویب پاڼې ته د ۲۰۲۱ میلادی کال د فبروري ۲۰ نیټې پوري چې د ۱۳۹۹ د کب (حوت) ۲ نیټې سره سمون لری وکړئ او همدارنګه د نورو معلوماتو لپاره لاندې ادرس ته مراجعه وکړئ:
https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/713392242669463
https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/713885849286769
https://www.facebook.com/Rcnk.ru/posts/711825989492755
د یادونې وړ ده چې که چیرې وړ نوماندان د آزموینې له ورکولو د ترسره کولو وروسته بریالي شي ، د دوی د نوم لیکنې لیست به د یوه رسمي مرجع (په کابل کې د روسیه سفارت )له لارې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شي او دوی به د خپلو سندونو د بشپړولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته راشي.