د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیسټم (HEMIS) کمېسیون درېیمه ناسته جوړ شوه

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۷:۱۶
ل

لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیسټم (HEMIS) کمېسیون درېیمه ناسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ تر سره کړه. په یاده ناسته کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازي او د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو ځینو مشرانو ګډون کړی وو.

د ناستې په پیل کې ټاکل شویو کمېټو د هغو مادیولونو په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ چې د دغه وزارت د درېیو معینیتونو کاري لومړیتوبونه ول او همدارنګه د کاري میکانیزمونو په اړه یې د کمېسیون غړو ته معلومات ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش وویل؛ د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ د دغه وزارت د اداري سیسټم ساده کولو او مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د ۱۴۰۰ کال تر پایه د HEMIS سیسټم تول مادیولونه بشپړ او پلي کړي.

د ناستې غړو د یادو پرېزنټېشنونو، چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو د ریاستونو ۹ مادیولونه پکې شامل دي، له اورېدو وروسته د تخنیکي توکو، د سیستمونو د ښه مخته وړولو لپاره د کارکوونکو وړتیا لوړولو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې له یوبل سره شریک کړل.

په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د یادو مادیولونو تخنیکي معلومات به د احصایې له ملي ادارې سره شریک شي. دغه راز د ناستې غړو د څېړنې او دولتي چارو محصلینو ریاست، تالیف او ترجمعه ریاست د مادیولونو په اړه چې پخوا کار ورباندې شوی و، د نظریاتو له وړاندې کولو وروسته پرېکړه وکړه چې د غني کېدو او ستونزو د له منځه وړلو په پار به ډېر کار ورباندې وشي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو سیستم (HEMIS) لاندې دری کمېټې لري؛ د محصلانو چارې، اکاډمیکې چارې، مالي او اداری چارې، چې ۱۳ غړي لري او په سر کې یې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۴۵
Background image

وزیر تحصیلات عالی با اتحادیه محصلان پوهنتون کابل دیدار کرد

وزیر تحصیلات عالی در نشستی با اتحادیه محصلان پوهنتون کابل، در مورد تطبیق واکسین کرونا، آغاز درسهای  حضوری و سایر موضوعات تحصیلی در نهاد های تحصیلات عالی کشور صحبت نمود.

در این نشست. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۵:۲۷
Background image

جلسه کمیته فرهنگی کابینه برگزار گردید

جلسه کمیته فرهنگی کابینه به ریاست استاد سرور دانش معاون دوم رییس جمهور و رییس این کمیته، در قصر گلخانه برگزار شد.

در این جلسه، گزارش فعالیت های ادارات عضو کمیته فرهنگی پیرامون تحقق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۱:۳۷
Background image

از روز بیرق ملی در وزارت تحصیلات عالی گرامیداشت بعمل آمد

 "پرچم ملی سه رنگ افغانستان؛ نماد جمهوریت، برابری، اقتدار، عزت، غرور و همبستگی میان مردمان این مرزبوم می باشد که باید از آن حفاظت و پاسداری نمود."

این مطلب را دکتور عباس بصیر وزیر. . .

BACK TO NEWS