د ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا سرابایا ښار (ITS) ټکنالوژي پوهنتون د بورسونو خبرتیا
Due
-
په جاکارتاـ اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د اندونیزیا سرابایا ښار (ITS) ټکنالوژي پوهنتون، افغان ځوانانو ته د نوملیکنې د هڅونې په پار د بورسونو د ورکولو خبر ورکوي. د (ITS) ټکنالوژي پوهنتون مشرتابه په جاکارتا ـ اندونیزیا کې د افغانستان له سفیر سره په انلاین خبرو کې د ماسټري او دوکتورا په کچه د ۲۰۲۱ کال لپاره له ۵ تر ۷ افغان زدکړیالانو د منلو خبر ورکړی دی. دغه پوهنتون په تخنیکي او بېلابېلو انجنیري برخو کې اووه پوهنځي لري. د یادولو ده چې دغو بورسونو ته نوملیکنه په انلاین ډول د ۲۰۲۱ کال د فبروري له ۷مې د مې تر ۷مې کېږي، البته د اندونیزیا اکاډمیک مهالوېش ته په کتو چې هر کال یې د جولای په پنځلسمه نېټه درسونه پیلېږي. د اړتیا وړ اسنادو او نورو معلوماتو لپاره تیار شوي جدول او د پام وړ معلوماتي پاڼه وګورئ چې د بورسونو شمېر پکې په ډاګه شوی او همدارنګه برېښنالیک او د زدکړیالانو د منلو شرایط پکې څرګند شوي. ټولو د شرایطو وړ مینهوالو ته خبر ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې د زده کړو لپاره د نوملیکنې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منلو عمومي دفتر (۲۱) غرفې ته، له اصلي تحصیلي اسنادو سره مراجعه وکړي. د یادولو ده چې د دغو بورسونو درسونه په آنلاین توګه تدریسېږي او د شاملېدو ازموینه هم په انلاین ډول اخیستل کېږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: