د ماسټرۍ په کچه د اندونیزیا هېواد اسلام ملنګ پوهنتون تحصیلي بورسیو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا هېواد اسلام ملنګ پوهنتون د ‍‍‍۱۴۰۰ کال لپاره د افغانستان ځوانانو ته په بېلابېلو کچو کې د (۴) تحصیلي بورسیو خبر ورکړی چې دوه یې د ماسټرۍ په کچه دي.

د بورسیې شرایط:

۰ د نوماند د لېسانس دورې د نومرو سلنه باید له ۶۵٪ څخه ټیټه نه وي.

۰ د پاسپورټ سکن چې لږ تر لږه ۲ کاله د اعتبار وړ وي.

۰ ټول اسناد یې په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي.

۰ د لوړو زده کړو لخوا تایید شوی ډیپلوم او ټرانسکرېپټ ولري.

۰ د اندونیزیا ښاروند نه وي.

۰ د پوهنتون فیس، د ژبې زدکړې فیس، د استوګنې ځای، روغتیایي بیمه، د پوهنتون داخله وړیا دي.

۰ نوملیکنه په انلاین ډول په http://unisma.ac.id وېبسایټ کې کېږي، د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال جولای میاشتې ۱۵مه ده چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۴مه کېږي، تر ټاکلې نېټې وروسته نوملیکنه نه منل کېږي.

۰ د یادې بورسیې په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره humas@unisma.ac.id برېښنالیک ته اړیکه ونیسئ.

ټولو په شرایطو برابرو لېوالو کسانو ته خبر ورکول کېږي چې که چېرې غواړي یادې بورسیې ته نوملیکنه وکړي نو په یاد وېبسایټ کې د آنلاین نوملیکنې پروسې له بشپړولو سربېره د لازمو فورمونو ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت عمومي دفتر ۲۱مې غرفې ته د یادو اسنادو له اصل سره ورشي، او د ۲۰۲۱ کال د جولای ۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۴مه کېږي، خپل اسناد بېرته وسپاري.

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ.

دانلود

آخرین بورسیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۴۰
Background image

اطلاعیه بورس های تحصیلی کشور مصر در مقاطع لیسانس، ماستری و دکتورا

کشور مصر از اعطای بورس های تحصیلی که 4 سیت آن در مقطع لیسانس و 8 سیت دیگر آن در مقاطع  ماستری و دکتورا خبر داده است که بورسیه مذکور طبق هدایت مقام محترم وزارت تحصیلات عالی بورس مذکور . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

اطلاعیه بورسیه پوهنتون UNISA کشور اندونیزیا در مقاطع لیسانس و ماستری

پوهنتون UNISA کشور اندونیزیا از اعطای تعدادی از بورس های تحصیلی خویش در مقاطع لیسانس و ماستری برای سال 1400 خبر داده که 20 سیت بورس تحصیلی آن تحت شرایط ذیل اعلان می گردد.

شرایط و اسناد . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۶:۵۶
Background image

اطلاعیه بورس تحصیلی Stephens College کشور هندوستان در مقاطع لیسانس

سفرات جمهوری هند مقیم کابل طی یادداشت رسمی مورخ  29 جون 2021  خویش از اعطای  یک سیت بورس تحصیلی در مقطع لیسانس در کالج Stephens College پوهنتون دهلی جدید کشور هند برای سال ۲۰۲۱-۲۰۲۲ به . . .