د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست مسؤلينو له لوري د سید جمال الدين افغان خصوصي مؤسسې پلټنه او تعقیب ترسره شو
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست مسؤلينو له لوري د سید جمال الدين افغان خصوصي مؤسسې پلټنه او تعقیب ترسره شو. د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست د تعقیب او پیګیري آمر حسیب الله مایار او ورسره مل پلاوي د پلان بررسۍ په ترڅ کې د سید جمال الدین افغان خصوصي مؤسسې مالي، تحصیلې او د نورو مهمو برخو پلټنه ترسره کړه او همدا راز یې د نوموړې مؤسسې مسؤلينو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.