داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

eshaq_admin
dfgdfg

Publish Date

Closing Date

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي شعبو 39 قلمه روغنیات او د وسایطو د فلترونو د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-027 
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د وزارت مرکزي شعبو 39 قلمه روغنیات او د وسایطو د فلترونو د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې یې ګډون کړی و او د اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي وي. خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۱ کال د میزان ۱۶ نېټې تر سهار (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ.
 ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۲۹۰۰۰) دوه نوي زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر د تضمین موده باید د اعتبار وړ له مودي څخه ۲۸ ورځې زياته وي، یعنې د افرونو د بیا خلاصولو له تاريخ څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي. 
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د ميزان ۱۶مه نېټه د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کي، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078 
الکترونیکي ادرس: saririnasrat90@gmail.com

یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د میزان میاشتې په ۶ نېټه سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

عنوان: پروژه تهیه وتدارک  نیازمندی (5) قلم اجناس مورد ضرورت  جامعه عبدالله ابن مسعود (رض) برای کنفرانس روم
شماره دعوت به داوطلبی:   MOHE/1401/G-034
وزارت تحصیلات عالی از تمام داوطلبان . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۰:۲۲
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

عنوان: پروژه خریداری نیازمندی کمپیوتر و پرنتر موسسه تحصیلات عالی نیمروز  
شماره دعوت به داوطلبی: MOHE/1401/G-035
وزارت تحصیلات عالی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۷:۱۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

عنوان: پروژه خریداری کمپیوتر و پرنتر ریاست تخصصات جامعه ابراهیم النخعی (رح) ولایت کندهار  

شماره دعوت به داوطلبی: MOHE/1401/G-037
وزارت تحصیلات عالی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می . . .

Back to tenders