د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۱ کال د کرنې پوهنځی ۹۹ محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې په فراغتغونډه کې، د تېرې شل کلنې مبارزې پر مهال د وردګو ولسونو، په ځانګړي ډول محصلینو قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د دې ولایت محصلینو او زده کوونکو د خپلو زده کړو تر څنګ، د اشغال پر وړاندې مبارزه کړې او په جهاد کې یې پراخه ونډه اخیستې ده.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر فارغ شوي محصلین د فوق الېسانس (ماسټري او دوکتورا) لوړو زده کړو ته تشویق کړل. نوموړي په علمي ډګر کې د دې ولایت د ولسونو کارنامو ته په اشارې سره له فارغو شویو محصلینو وغوښتل چې د علم له لارې د خپل هېواد د ودانولو لپاره کار وکړي او د خپل نظام تر شا ودریږي.
وروسته د میدان وردګو ولایت والي الحافظ محمد امین عمري دغه ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ورتګ او د محصلینو په فراغتغونډه کې له ګډون څخه د مننې تر څنګ، په یاد تحصیلي بنسټ کې د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.
دغه راز د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنيار حميدالله عمري فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، د دغه تحصیلي بنسټ د مهمو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې محفل فارغو شویو محصلینو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۵/۱۸هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۱.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۲م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر