ټاکل شوې ده د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له خوا د روان هجري لمریز کال په پای کې «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې نړیوال علمي کنفرانس جوړ شي.
په هغه غونډه کې، چې د دغه کنفرانس د ترسره کېدو د موخو، اهمیت، ګټو او وخت په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د هېواد د مرکز او ولایتونو د تحصیلي بنسټونو مسؤلینو پکې په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و.
په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خيرخواه د ياد کنفرانس د اهميت او ګټو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دې نړیوال کنفرانس کې به د کورنيو متخصصينو تر څنګ د نورو هېوادونو کارپوهان هم ګډون وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل، چې سږ کال د لوړو زده کړو وزارت په ټولیز ډول د لسو ملي کنفرانسونو او پنځو نړیوالو کنفرانسونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی، چې دوه یې په کابل او شیخ زاید پوهنتونونو کې ترسره شوي او ټاکل شوې ده، په نږدې راتلونکي کې به په کابل ښوونې او روزنې، پکتیا، بدخشان او د هېواد په نورو پوهنتونونو کې ملي کنفرانسونه ترسره شي.
ښاغلي خیرخواه همداراز وویل، چې د ا.ا.ا رهبري د ملي او بین المللي کنفرانسونو له تنظیم څخه بشپړ ملاتړ کوي، نوموړي د هېواد تحصیلي بنسټونو له استادانو وغوښتل، چې د کرنې اړوند د نړيوال کنفرانس د برياليتوب لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
ورپسې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د ټولنې د ستونزو په حل کې د تحصیلي بنسټونو د مسؤلیتونو او دندو او له بېلابېلو ادارو سره یې د ګټورو پروژو د شریکولو په اړه خبرې وکړې، نوموړي له استادانو وغوښتل، چې د ټولنې د مهمو مسايلو په اړه خپلې مقالې چمتو کړي، څو د ادارو په مهمو پاليسيو کې ترې ګټه پورته شي.
هغه دغه راز وويل، د هغو استادانو د ٣٠ نړيوالو مقالو د چاپ لګښت چې غواړي په نړيوالو ژورنالونو کې خپاره شي، د لوړو زده کړو وزارت ورکوي او د هغوى د علمي ودې لپاره به ترې کار اخلي.
همدارنګه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل صفي الله جوهر د کنفرانس د موخو، نیټې او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي جوهر همداراز وويل چې د تحصیلي ادارو استادان کولاى شي د قوس میاشتې تر ٢١ مې نېټې پورې خپلې مقالې له يادې کمېټې سره شريکې کړي.
د تنظیم کونکو په وینا ، یاد نړیوال کنفرانس به د روان کال دلوې میاشتې په 29 نیټه پیل او د حوت میاشتې په لومړۍ نیټه به پای ته ورسیږي.