د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو پر دوام په فارياب ولايت کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده غونډه کې، په داسې حال کې چې د فاریاب والي داملا شعیب رسالت، د یاد ولایت دیني علماء کرامو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو او متنفذینو هم حضور درلود، وویل چې فاریاب د شهيدانو او غیرتونو کور دی.
نوموړي زیاته کړه چې فارياب په تېر شل کلن جهاد کې ستره ونډه درلوده او ولسونو یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فاریاب پر ولسونو غږ وکړ: «اې د فاریاب ولسونو! د دښمن په تبلیغاتي جګړه مه تېر وځئ پر اسلامي امارت اعتماد وکړئ، موږ د غرب په غوښتنه د شريعت یو جزء هم نه پرېږدو.»
همداراز سرپرست وزیر د یوه ملت د ماتې لاملونه نفاق او بې اطاعتي یاد کړل او ویې ویل: «لوړو زده کړو وزارت د ټولو افغانانو لپاره د یو شان لوړو زده کړو زمینې برابرولو مسؤلیت لري، تر څو د هېواد ودانولو په پار مسلکي او متخصص کادرونه وروزي.»
وروسته د فارياب ولايت والي داملا شعیب رسالت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې موږ له خپلې عقیدې او کلتور سره سم یو معیاري تحصیلي نظام غواړو.
همدارنګه څو تنو علماء کرامو، د فاریاب پوهنتون استادانو او متنفذینو د تېر شل کلن جهاد پر کارنامو، په هېواد کې د لوړو زده کړو پراختیا او د تحصیلي نظام د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.