د کندوز پوهنتون ۲۸۶ تنو محصلینو ته په مختلفو ورکشاپونو کې له ګډون وروسته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې ستره غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس مولوي عبدالهادي همت، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو هم ګډون درلود، چې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلانو خدمتونو د انسجام امریت په مرسته د کمپیوټر زده کړو، ویناوالۍ او شغلي مهارتونو ٢٨٦ تنو محصلینو ته په ورکشاپونو کې له ګډون وروسته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د کندوز پوهنتون یاد محصلین په یادو ورکشاپونو کې د کمپیوټر زده کړې، ویناوالۍ او شغلي مهارتونو په ګڼو او مهمو موضوعاتو و پوهول شول او د فراغت تصدیق پاڼې یې تر لاسه کړې.