د کونړ پوهنتون علمي کادري بستونه
Publish Date
Closing Date
د کونړ پوهنتون ۱۳۹۹کال لپاره په لاندې برخه کې علمی کادري بست اعلان ته سپاري او د یاد بست لپاره د دوکتور اویا ماسټر په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
۱ – کرهنه پوهنځی
د ځنګلونو او طبیعي منابع څانګه (۱) بست بیا ځلې
داوطلبان کولی شي د ۱۳۹۹کال د تله (میزان) ۵ د ۱۳۹۹کال د تله (میزان) تر ۲۵ پورې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې د علمي کادر غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصلي ټرانسکریپټ، د وزارت له ویب پاڼې څخه د اعلان کاپي او د تابعیت تذکرې کاپي سره یو ځای، اړوند پوهنتون ته وسپاري.