د فاریاب پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي محصلانو د يوې ناستې په ترڅ کې خپل شعرونه او ادبي متنونه ولوستل.

په دې ناسته کې د فاریاب پوهنتون رئیس او مرستیالانو، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلانو ګډون درلود
د فاریاب پوهنتون رئیس پوهنمل فیروز اوزبیک کریمي او د دري ادبیاتو د څانګې استادې پوهنوال شریفه اصیل د شعر او ادب د ناستو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ادب او هنر د پراختیا په برخه کې يې د یاد پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د محصلانو عملي کارونه وستایل.
ورپسې یو شمېر محصلانو خپلې ادبي طرحې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه وړاندې کړې چې د ګډونوالو له خوا يې هرکلی وشو. په پای کې د دري ادبیاتو د څانګې استادې پوهنوال شریفه او د هغې څانګې د درییم ټولګي محصلان د دې ادبي ناستې د دایرولو له امله وستایل شول.