د کابل پوهنتون د عامه اړیکو او پالیسۍ او همدارنګه د ریاضیاتو پوهنځي پرانیستل
د لوړو زده کړو وزیرد کابل پوهنتون د عامه اړیکو او پالیسۍ او ریاضیاتو پوهنځیو نوې ودانۍ پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
د دغې ودانۍ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په داسې حال کې چې د مالي او اداري چارو معین او د دغه وزارت مرکزي ادارو ځینو رییسانو هم ګډون کړی و، د دغې ودانۍ د پرانیستې د مبارکۍ تر څنګ وویل؛ چې له نېکهمرغه کابل پوهنتون خپل د بدلون په پلان کې د څېړنې موضوع ته ډېر پام کړی دی. دغه راز په خپل تشکیل کې یې د څېړنې معاونیت ته هم ځای ورکړی چې دغه موضوع د تحصیلي نظام څېړنیز کېدل په ډاګه کوي.
د لوړو زده کړو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ولسمشرۍ عالي مقام په ملاتړ هڅه کوي، چې د هېواد لوی پوهنتونونه چې ښه ظرفیت لري، د بېلګې په توګه وښيي او لازم امکانات ورته برابر کړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر د دغې ودانۍ د ډيزاین ستونزو په اړه اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې دغه ستونزې اوارې کړي او په راتلونکې کې له پروژو جدي څارنه وکړي. د کابل پوهنتون رییس پوهاند محمد عثمان بابري وویل؛ چې دغه ودانۍ د شاوخوا ۱.۷میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
یاده څلور پوړیزه ودانۍ ۳۶ درسي صنفونه، دوه کنفرانس خونې، دوه کتابتونونه او اداري دفترونه لري. د یادونې وړ ده چې دغه ساختمان د ښار جوړونې وزارت په تخنیکي مرسته جوړ شوی دی. ښاغلي بابري د دغې ودانۍ جوړولو ته د لوړو زده کړو او ښار جوړونې وزارتونو له پاملرنې مننه وکړه او د ډيزاین ځینې ستونزې یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې. په دغه غونډه کې د عامه اړیکو او پالیسۍ پوهنځۍ رییس جمال الدین صابري هم خبرې وکړې؛ دغه ودانۍ یې د دې پوهنځۍ د درسي صنفونو د کمښت په برخه کې ګټوره وبلله. په وروستیو کې دغه مراسم د پټلۍ په پرېکولو سره پای ته ورسېدل.