د علي آباد تدریسي روغتون د تغذیې څانګه او د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون د تغذیې ډیپارټمنټ لابراتوار پرانیستل شو

baqir_admin
Wed, Apr 07 2021 12:39 PM
g

د علي آباد تدریسي روغتون د تغذیې څانګه او د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون د تغذیې ډیپارټمنټ لابراتوار د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر لخوا پرانیستل شوه.

په دغه محفل کې چې په همدې موخه جوړ شوی و او د علي آباد تدریسي روغتون او د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون مشرانو او د تغذیې ډیپارټمنټ یو شمېر څانګپوهانو (متخصصین) هم پکې ګډون درلود، د لوړو زده کړو وزیر په علي آباد تدریسي روغتون کې د دغې څانګې د پراختیا پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ډاکټر عباس بصیر په داسې حال کې چې د سالمو او صحي خواړو په کارولو پوهې ته د ودې ورکولو اهمیت ته د اشارې سربېره، د علي آباد تدریسي روغتون کې د تغذیې ډیپارټمنټ پرانیستل د صحي خوړو په برخه کې د علمي څېړنو لپاره ښه لار وبلله او ویې ویل:"د انسان قدرت د خوړو په کیفیت پورې تړاو لري او ښه او سالم خوراک ناروغي کموي او د رضایت وړ ژوند لامل کېږي او له وخت مخکې زړښت مخه نیسي."

د لوړو زده کړو وزیر د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون او د علي آباد تدریسي روغتون هڅې وستایلې او ویې ویل که دا هڅې دوام ومومي او په دې برخه کې کیفیت او وړتیا رامنځته شي، د لوړو زده کړو وزارت چمتو دی چې په دې پوهنتون کې د تغذیې ډیپارټمنټ ته وده ورکړي او په پوهنځي یې بدل کړي.

هغه همدارنګه د دغه پروګرام د تمویل لپاره د اروپایي اتحادیې د تغذیې پروژې څخه مننه وکړه او همدا راز په دې برخه کې یې د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون مشر پوهاند ډاکټر وحیدالله مومند هم د صحي خوړو په اړه د اسلام او طب له نظره وینا وکړه او د اروپايي اتحادیې د تغذیې پروژې لخوا یې د علي آباد تدریسي روغتون د تغذیې څانګې او د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون د تغذیې ډیپارټمنټ تمویل او تجهیز یو ارزښتناکه ګام وباله.

هغه وویل چې لابراتوارونه څېړنیز وسایل دي چې د علي آباد روغتون او د کابل ابو علي ابن سینا د طبي علومو پوهنتون د ډاکټرانو لخوا پوره ګټه ترې اخیستلای شي.

د اروپايي اتحادیې د تغذیې پروژې استازي ډاکټر احمد ولي امیني هم په دې موضوع وینا وکړه او ویې ویل چې دې پروژې تل د نړیوالو مرستو په راجلبولو سره ناروغانو ته د خواړو په برابرولو کې مرسته کړې او همدا راز د کابل طبي علومو پوهنتون او د علي آباد تدریسي روغتون د تغذیې ډیپارټمنټ څخه د ملاتړ دوام لپاره به روان کال بېلابېل پروګرامونه ولري.

د یادونې وړ ده چې د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو د تغذیې ډیپارټمنټ د اروپا اتحادیې د تغذیې پروژې په ملاتړ خپل یو شمېر ډاکټران د اوږدمهالې روزنې لپاره د تهران طبي پوهنتون ته استولي او د دغه پوهنتون څلورو ډاکټرانو هم د تهران طبي علومو پوهنتون څخه د تغذیې په برخه کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

Latest news

Sat, Jan 18 2020 7:36 AM
Background image

Inauguration of ICT center and The Online courses recording studio of Kabul University of Medical Sciences (Abu Ali Ibn Sina)

Acting minister of the Ministry of Higher Education inaugurated the ICT center and the online courses recording studio of Kabul University of Medical Sciences'(Abu Ali Ibn Sina).

Actin. . .

Mon, Jan 13 2020 5:35 AM
Background image

Higher Education Ministry’s Commission for students’ Credit Transfer Notification (1398)

  1. According to the Credit Transfer bill, the specified Credit Transfer period is only Jadi and Dalwa months.
  2. For Credit Transfer, the applicants don’t need any application letter; they. . .

BACK TO NEWS