د هېواد د کابینې د مصوبو د پروسې د چټکتیا په موخه ناسته تر سره شوه

baqir_admin
Sun, Apr 11 2021 10:25 AM
f

د لوړو زده کړو مشرتابه پلاوي او د ولسمشرۍ اداري امور د دولتي چارو د انسجام معاونیت تر منځ د هېواد د کابینې د مصوبو د پروسې د چټکتیا په موخه ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د کابینې د چارو د انسجام مشر وحید حلیم یار او د لوړو زده کو وزارت د اړوند اداري چارو کارپوهانو، معینانو او رییسانو ګډون کړی وو او د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر، د ولسمشرۍ عالي مقام له سپارښتنو سره سم د هېواد د کابینې د مصوباتو پلي کولو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه؛ دغه وزارت د افغانستان د لوړو زده کړو د کمېسیون د جوړولو طرحې، د تحصیلي بنسټونو بیاکتنې، ارزونې او عملیاتي پلان جوړولو، د کالجونو د کمیونتي موضوع، له ورځنیو اړتیاوو سره سم د پوهنځيو رامنځته کول او نورو برخو د کار د پرمختګ او څرګندتیا په برخه کې ګامونه اخیستي چې مفصل راپور به یې ولسمشرۍ عالي مقام ته وړاندې کړي.

د ناستې ګډونوالو په زیاته همغږۍ ټینګار وکړ او د لوړو زده کړو د HECA کمېسیون د رامنځته کولو طرحې د څرګندتیا او پرمختګ، د ولسمشرۍ عالي مقام له سپارښتنو سره سم د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د څېړلو په اړه د ټاکل شوي پلاوي د ا.ا.ج کابینې ته د راپور ورکولو څرګندتیا، د یوه ګډ پلاوي په مټ د هېواد د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کمیت او کیفیت او همدارنګه د څانګو د ظرفیت ارزونو په اړه د ا.ا.ج وروستۍ کابینې په اړه د معلوماتو وړاندې کول، د HEMIS سیسټم د پرانیستنې په اړه د لوړو زده کړو وزارت د تیاري، د ولسمشرۍ د عالي شوراوو د ریاست مصوبو او ا.ا.ج د کابینې د مصوبو چې د عملي کېدو په حال او یا تر اوسه نه دي عملي شوي، پر چټک عملي کېدو ټینګار، د کالج کمیونیتي په اړه د معلوماتو وړاندې کول او همدارنګه په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو سکټور کې د ملي سمپوزیم د جوړولو په اړه هر اړخیزې ویناوې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت او اداري امورو تر منځ د لوړو زده کړو سکټور اړینو فعالیتونو د انسجام او ګټورتیا په موخه پر همغږۍ ټینګار وشو او لوړو زده کړو وزارت ژمنه وکړه، د ولسمشرۍ عالي مقام له سپارښتنو سره سم د کابینې د مصوبو د څرګندتیا او عالي شوراوو په اړه د راپور چټکتیا په برخه کې به هراړخیز اقدام وکړي.

Latest news

Sat, Jan 18 2020 7:36 AM
Background image

Inauguration of ICT center and The Online courses recording studio of Kabul University of Medical Sciences (Abu Ali Ibn Sina)

Acting minister of the Ministry of Higher Education inaugurated the ICT center and the online courses recording studio of Kabul University of Medical Sciences'(Abu Ali Ibn Sina).

Actin. . .

Mon, Jan 13 2020 5:35 AM
Background image

Higher Education Ministry’s Commission for students’ Credit Transfer Notification (1398)

  1. According to the Credit Transfer bill, the specified Credit Transfer period is only Jadi and Dalwa months.
  2. For Credit Transfer, the applicants don’t need any application letter; they. . .

BACK TO NEWS