د ملي قابلیتونو د تثبیت ناسته تر سره شوه

baqir_admin
Sun, Apr 11 2021 12:18 PM
g

د ملي قابلیتونو تثبیت د تحصیلي اسنادو د هویت پېژندنې او په نړیواله کچه د عالي تحصیلي بنسټونو د باور لامل ګرځي.

دغه ټکی د لوړو زده کړو زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده د افغانستان لوړو زده کړو د ملي قابلیتونو پېژندنې چارچوب په اړه د نظر تبادلې بحث یو ورځني ورکشاپ په پرانیستغونډه کې بیان کړ.

په دغه یوه ورځني ورکشاپ کې د هېواد له ۱۲ پوهنتونونو څخه د ملي قابلیتونو او نصاب څانګپوه استادانو، د ملي قابلیتونو پېژندنې په اړه د بحث لپاره ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو د زدکړیالانو چارو معین د ملي قابلیتونو پېژندنې چوکاټ په اړه د تخصصي نظرونو وړاندې کولو، سټنډرډ کولو او له نړیوالو معیارونو سره یې همغږي کول یوه جدي اړتیا وبلله او د هغه موخه یې د ملي قابلیتونو پېژندنه او په ملي او نړیواله کچه پرتله کول، د کیفیت لوړول یې، د پایلې پر بنسټ د روزنیز نظام پرمختګ د هغه کرېډېټ ته په کتو او همدارنګه په هېواد کې دننه او بهر ته یې لېږل وبلل

د زدکړیالانو چارو معین وویل، چې د صنعت، اقتصاد، تخنیک، د کار بازار او روزنیز سیسټم تر منځ اړیکې او په کور دننه د ملي قابلیتونو نومونې ته پام او همغږي د لوړو زده کړو او تخصصي زده کړو د پرمختګ لامل ګرځي. دغه راز له هېواد څخه بهر د افغانستان د لوړو زده کړو بنسټونو فارغان د خپلې خوښې څانګه کې له ځنډ او کمښت پرته منل کېږي

د شهید زاده په وینا څوک چې په افغانستان کې د MD، کانونو، کرنې او نورو برخو کې زده کړې کوي، باید له هېواد څخه بهر هم په همدغه برخه کې له راکمېدو او ملاحظاتو پرته ونیول شي.

د لوړو زده کړو د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهید زاده وویل چې د قابلیتونو د پېژندنې چوکاټ، د قابلیتونو پېژندنې بورډ او لوړو زده کړو مقام مشرتابه له تایید وروسته به د تصویب لپاره د جمهوري اسلامي افغانستان کابینې ته وړاندې شي.

Latest news

Sat, Jan 18 2020 7:36 AM
Background image

Inauguration of ICT center and The Online courses recording studio of Kabul University of Medical Sciences (Abu Ali Ibn Sina)

Acting minister of the Ministry of Higher Education inaugurated the ICT center and the online courses recording studio of Kabul University of Medical Sciences'(Abu Ali Ibn Sina).

Actin. . .

Mon, Jan 13 2020 5:35 AM
Background image

Higher Education Ministry’s Commission for students’ Credit Transfer Notification (1398)

  1. According to the Credit Transfer bill, the specified Credit Transfer period is only Jadi and Dalwa months.
  2. For Credit Transfer, the applicants don’t need any application letter; they. . .

BACK TO NEWS