د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هند ویشوا کرما د پونه ښار پوهنتون تحصیلي بورسونو خبرتیا!
Due
-
په انجنیرۍ څانګو، اداره، ساینس، سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، طراحۍ، ښکلو هنرونو، ژورنالېزم، ټولیزې اړیکې، قانون او نورو برخو کې د لېسانس او ماسټري په کچه د هند ویشوا کرما د پونه ښار پوهنتون تحصیلي بورسونه په ٪۵۰ تحصیلي ځانګړي تخفیف سره چې له دې ډلې یوازې یو بورس ٪۱۰۰ وړیا دی، د افغانستان اتباعو لپاره خبر ورکړی دی.
شرایط او د اړتیا وړ اسناد:
الف: د لېسانس لپاره:
ـ شهادتنامه او د ښوونځي دورې درې کلنې نومرې چې له %۷۰ کمه نه وي.
ـ د تابعیت پېژندپاڼه
ـ تحصیلي پاسپورټ
ـ د پاسپورټ په سایز یو عکس
ب: د ماسټري لپاره:
ـ ډیپلوم او د لېسانس دورې د نومرو ټرانسکرېپڼ، چې له ۶۵% کمه نه وي.
ـ د تابعیت پېژندپاڼه
ـ تحصیلي پاسپورټ
ـ د پاسپورټ په سایز یو عکس
نو ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکولو کېږي، چې که غواړي په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي، نو د فورمونو تر لاسه کولو او نوملیکنې لپاره کولای شي د لوړو زده کړو وزارت منښت ۲۱مې غرفې ته له خپلو اسنادو سره ورشي او د ۲۰۲۱کال د مې تر ۳۰مې چې د ۱۴۰۰کال د غبرګولي ۹مې سره سمون لری، بېرته دغه وزارت وسپاري.