د لوړو زده کړو وزیر د مصر له سفیر سره وکتل
د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په کابل کې د مصر له سفیر احمد اسماعیل عثمان سره د لیدنې پر مهال د اکاډمیکو همکاریو او د هغه هېواد تحصیلي بورسونو د پروسې د بشپړېدو او قبولۍ د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې چې د بهرنیو اړیکو او بورسونو تنظیم رییس پوهندوی دوکتور نور احمد اخوندزاده او د لوړو زده کړو وزیر سلاکار عباس عظیمي هم و، د لوړو زده کړو وزیر د مصر سفیر ته هرکلی ووایه او دغه هېواد یې د افغانستان پخوانی ملګری یاد کړ.
هغه د لوړو زده کړو وزارت پرمختیایي پروګرامونو په ځانګړي ډول د روزنې محور څخه د څېړنې محور ته د افغانستان تحصیلی سکټور د نظام بدلولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مصر د تحصیلي خدمتونو د کچې لوړوالي ته په اشارې سره یې په دې برخه کې د هغوی د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
دوکتور عباس بصیر هغه هوکړه لیک ته اشاره وکړه چې څلور لسیزي پخوا د سردار داوود خان د جمهوري ریاست پر مهال چې پر بنسټ به یې هر کال د افغانستان ۱۲ ځوانان د لوړو زده کړو په پار قاهرې ته تلل، د هغه هوکړه لیک د بیا پلي کولو غوښتنه یې وکړه. هغه همدارنګه د ۱۰۰ تحصیلي بورسونو له امله چې افغانستان ته یې په واک کې ورکړي مننه وکړه او د دغو بورسونو د زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.
د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنیزو مرکزونو زیاتول او لابراتوارونو تجهیز، د تحصیلي بورسونو د نوماندانو د قبولۍ په برخه کې اسانتیاوې، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو تر منځ همکاري، برابري او د افغانستان ټولو پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو پېژندل او همدارنګه له یو بل سره د تجربو شریکول هغه موضوعات وو، چې په اړه یې د لوړو زده کړو وزیر د مصر همکاري وغوښته.
همدارنګه د مصر سفیر احمد اسماعیل عثمان د دواړو هېوادونو د اوږدې ملګرتیا په اړه خبرې وکړې او د مقابل جانب حسن نیت ته په کتو یې د لوړو زده کړو وزیر له وړاندیزونو ملاتړ وکړ او د وړاندې شوو وړاندیزونو په اړه یې د هر ډول همکارۍ ټټر وواهه.
هغه د لوړو زده کړو له وزیر څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت اړتیاوې د یوې وړاندیز له لارې په کابل کې د مصر سفارت ته وسپاري چې وروسته د هغه هېواد چارواکو ته وړاندې شي.
په دغه ناسته کې دواړو اړخونو د لوړو زده کړو پروګرامونو د ښو پلي کولو او د دغه سکټور د ځواکمنېدو په پار پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ.