د البیرونی پوهنتون لپاره د دریو آنلاین ټولګیو د جوړولو پروژه

baqir_hiadari
تدارکاتی

Publish Date

Closing Date

داوطلبې ته د بلنې شمیره:   (MOHE/ 98  /NCB/G-67)

لوړو زده کړو وزارت ټولو شرایطو بشپړونکو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه توګه سره د البیرونی پوهنتون لپاره د دریو آنلاین ټولګیو دجوړولو په پروژه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې نقل دې په وړیا ډول په فلش یا ډیسک کې د لوړو زده کړو وزارت، تهیه او تدارکاتو ریاست څخه وړیا تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د شرطپاڼې او د قانون او تدارکاتو طرزالعمل سره سم په تړلې بڼه د اعلان خپرېدو نيټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د لوړو زده وزارت، تهیه او تدرکاتو ریاست، څلورمه کارته- درېیمه ناحیه- کابل افغانستان ته وسپاري. وروستي رسیدلي افرونه او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي. د افر تضمین د بانکي تضمین په بڼه306000)) دری سوه او شپړ زره افغانۍ دي.

د آفر پرانیست غونډه د لوړو زده کړووزارت د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې جوړېږي.