د هرات پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام خبرتیا
د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ په نظر کي لري چې د ماسټرۍ پروګرام نوی دورې لپاره د د ادارې او تجارت په برخه کې محصلین جذب کړي.نوموړي پروګرام ته ټول واجد شرایط مینوال کولۍ شي د نوم ثبتولو لپاره د ماسټرۍ پروګرام د فارغانو چارو مدیریت ، د ساینس پوهنڅي ته څیرمه د ثبت او راجسټر شعبې ته مراجعه وکړي او د نوم ثبتولو فورم د ۵۰۰ سوه افغانیو په ورکړې سره لاسته راوړي او د فورم له ډکولو وروسته د اړتیا وړ اسنادو سره د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د ماسټرۍ پروګرام ته وسپاري.
د اړتیا وړ اسناد:
- د اړونده پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت تایید شوی ډیپلوم
- دوزارت له اړخه تایید شوۍ د لیسانس دورې څلور کلن تراسکرپت حد اقل ۶۵٪ سلنه
- د تابعیت تذکره
- دوه ریفرنس لیټره
د ادارې او تجارت د د ماسټرۍ پروګرام لپاره د واجد شرایط :
یوازې د اقتصاد او مدیریت څانګو د لیسانس دورې فارغان کولۍ شي د نوم ثبتولو فورم ډک کړي.
د بهرنۍ ژبې د مهارت ازموینه ۱۳۹۸/۹/۳۰ او د ماستري پروګرام ته د شمولیت تخصصي ازموینه وروسته د هرات پوهنتون له رسمي سایټ څخه اعلانیږي.
د معلوماتو شمیره اوایمیل ادرس:
د اقتصاد پوهنځي د ماسټري پروګرام مسـول : ۰۷۹۳۴۱۴۴۴۳
ایمیل ادرس: temory26@yahoo.com