د لېسانس او ماسټري په کچه د برونای دارالسلام هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

Akmal_admin

Due

-

Location برونای

د لېسانس او ماسټري په کچه د برونای دارالسلام هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا!
په کوالا لامپور ـ مالېزیا کې د افغانستان سفارت، د برونای دارالسلام هېواد د عالي کمیشنرۍ د یادښت پر اساس بهرنیو اتباعو ته د ۲۰۲۳/۲۰۲۲  تحصیلي کال لپاره، د لېسانس او ماسټري په کچه په لاندې پوهنتونونو کې د بورسونو خبر ورکوي: 
1.University Brunei Darussalam (UBD)
2.University Islam Sultan Sharif Ali (UNISSA)
3. University Technology Brunei (UTB)
4.Kolej University Perguruan Ugama Seri Begawan (KUPU SB)
5.Politeknik Brunei (BP)
په شرایطو پوره مینه وال کولی شي له لاندې انټرنېټي لېنک څخه:
 http://www.mfa.gov.bn/pages/bdgs/bdgs2022.aspx     
د غوښتنې فورم او لازم معلومات تر لاسه او له ډکولو او د اسنادو له تکمیلۍ وروسته، د غوښتنې فورم او اړوند اسناد د ۲۰۲۲م، د فبروري ۱۵، چې د ۱۴۰۰کال، د سلواغې له ۲۶ سره سمون لري، applyBDGS2022@mfa.gov.bn  برېښنالیک ته ولېږي. 
همدارنګه مینه وال کولی شي د دغو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې برېښنالیک سره په اړیکه کې شي: 
queriesBDGS2022@mfa.gov.bn

ټولو په شرایطو پوره مینه والو ته، چې غواړي یادو تحصیلي بورسونو ته نوملیکونه وکړي، خبر ورکول کېږي، چې د یاد بورس د شرایطو او جزیاتو له مطالعې وروسته، په یاده وېبپاڼه کې نوملیکنه وکړي او په ورته وخت کې د ثبت او راجستر لپاره د لوړو زده کړو وزارت پذیرش (۵) غرفې ته، د ( ۲۰۲۲م، د فبروري ۱۵،  د ۱۴۰۰کال، د سلواغې له ۲۶ مې) نېټې څخه مخکې مراجعه وکړي.   
د یادولو وړ ده چې نوماندان باید له نوملیکنه مخکې، پاسپورت ولري، تر څو په یاد بورس کې د هغو له شرایطو سره سمه نوملیکنه وکړي او له هغې پرته په یاد بورس کې ګډون نه شي کولی.    

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .