د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني یوه خبري کنفرانس ته، د پوهنتونونو د پیلېدو او د دغه وزارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې

Akmal_admin
Thu, Jan 13 2022 12:14 PM
مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزیر تحصیلات عالی طی یک کنفرانس مطبوعاتی در رابطه به  آغاز دروس پوهنتون های دولتی و سایر دستاورد های وزارت تحصیلات عالی به خبرنگاران معلومات داده به سوالات آنان پاسخ گفت

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۳مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني یوه خبري کنفرانس ته، د پوهنتونونو د پیلېدو او د دغه وزارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
مولوي عبدالباقي حقاني وویل، چې د ا.ا.ا د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو سره د نارینه او ښځینه زده کړیالانو زده کړو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، چې تر دې مهاله د پوهنتونونو د نه پیلېدو یوازینی لامل اقتصادي ستونزې وې، چې ډېر ژر به د دغو ستونزو په حل سره د ټولو زده کړیالانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته په لاندې ډول د دغه وزارت ځينو عمده لاسته راوړنو ته اشاره وکړه:  
1.    د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د نړیوالې ټولنې د همکاریو د راجلبولو په پار د ترکیې، اېران، پاکستان او ... هېوادونو له سفیرانو سره ناستې درلودې او د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره یې د هغوی همکارۍ راجلب کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د علم او زده کړو په برخه کې خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړي. 
2.    د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو درسونه پیل او په مختلفو څانګو کې زرګونه ښځينه او نارینه محصلان په زده کړو بوخت دي. 
3.    د اسنادو د ارزونې پر اساس د یو شمېر دولتي پوهنتونونو فارغینو ته ډېپلومونه ووېشل شول او د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې لپاره کمیسیون جوړ شو. 
4.    د لوړو زده کړو وزیر پاکستان او اوزبکستان ته سفر وکړ او په هغو هېوادونو کې یې د افغان محصلانو ستونزې حل کړې.  
5.    د علمي ترفعیاتو لپاره د ۱۱۸ پروپوزلونو طی مراحل کول (تمویل، څېړنه، ترفیعي څېړنه، تالیف او ترجمه)
6.    د ۱۱۶۱ درسي کتابونو چاپول
7.    د خصوصي پوهنتونونو د غوښتنې پر اساس د مخلوط درسي نظام د مخنیوي طرحه تعدیل، منظوره او عملي شوه
8.    د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته په دولتي پوهنتونونو کې ۱۵ د ماسټري پروګرامونه، یوه د لېسانس په کچه پوهنځۍ او ۱۵ د لېسانس په کچه ډېپارټمنټونه ایجاد شوي دي
9.    په خصوصي پوهنتونونو کې ۳ لېسانس پروګرامونه او یوه د لېسانس په کچه پوهنځی ایجاد شوې ده
10.    د روان کال د تلې په دویمه د طبي شورا خروجي ازموینه واخیستل شوه
11.    د روان کال د لېندۍ په ۱۱مه، د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو د اکمال تخصص ۸۵ بستونو لپاره، تقریباً له ۲۹۰۰ ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه
12.    تقریباً له ټولو خصوصي پوهنتونونو څخه د محصیلنو د اساس کتابونه، چې له ۱۳۹۸کال راپدیخوا نه وو سپارل شوي، راټول شوي دي
13.    د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته، له خصوصي پوهنتونونو څخه، تقریباً ۴سوه د نتایجو کتابونه راټول شوي دي
14.    د نصاب په اصلاح کې د پام وړ کار شوی، چې د اسلامي ثقافت نصاب نهايي دی او پر نورو کار روان دی
15.    د لوړو زده کړو وزارت او دولتي پوهنتونونو د امنیت ساتنې په موخه، یوه نظامي قطعه جوړه شوې او لازمې زده کړې ورکړل شوي دي
16.    د لوړو زده کړو وزارت اړوند کادري روغتونونه فعال دي، تر ممکن حده اکمال شوي، په دې وروستیو کې د پاکستان هېواد له لوري ۴ لارۍ د طبي وسایلو مرسته شوې، چې تر یوې کچې به زموږ د روغتنونو ستونزې هوارې کړي. 
17.    ۲۵٪د لوړو زده کړو وزارت د مقررو اصلاح او بیاکتنې تکمیلول
18.    د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ۵۳۵۵ ډېپلومونو، سرټیفکیټونو او ټرانسکرېپنونو طی مراحل کول
19.    د ۶ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو او مرکزي ادارو څېړل او تفتیش کول
20.    لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو ته د ۷ استادانو معرفي کول
21.    له هېواده بهر د ماسټري پروګرامونو ته د ۶۹ استادانو ورمعرفي کول
22.    له هېواده بهر د ماسټري پروګرامونو ته د ۶۲ او دوکتورا ته د ۲تنو د ازادې سیالۍ له لارې او د شرایطو وړ دولتي ادارو د کار کوونکو ورمعرفي کول
23.    له هېواده بهر د دوکتورا پروګرام لپاره د ۵۰ استادانو ورمعرفي کول
24.    له هېواده بهر د لېسانس په کچه تحصیلي بورسونو ته د ۸۴ ځوانان ورمعرفي کول
لوړو زده کړو وزارت په دې باور دی، چې له کلونو جګړې وروسته د افغانستان ودانول او پرمختګ په معیاري تحصیلي نظام پورې تړلی دی. لوړو زده کړو وزارت د دې هوډ لري، چې د تحصیلي سکټور پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي او د تحصیلي نظام د معیاري کولو له لارې د هېواد راتلونکې روښانه کړي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Thu, Mar 28 2024 10:47 AM
Background image

At his office, the Deputy Minister for Academic Affairs has met both with the Assistant of UNAMA and Acting Director for UNESCO.


The Deputy Minister for Academic Affairs, Dr. Latfuallah Khairkhwa welcomed the representatives, and gave information about the ongoing academic and infrastructure affairs, which are. . .

Wed, Feb 07 2024 9:32 AM
Background image

The Minister of Higher Education Meets the Ambassador of China


Besides welcoming to the ambassador, the Minister of Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadem expressed his happiness over both countries’ political, economical. . .

Tue, Feb 06 2024 12:09 PM
Background image

The Minister of Higher Education meets Japanese Ambassador to Afghanistan.


In this visit, the Minister of  Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadem welcomed the ambassador, and discussed the historical relations of both countries.
Later,. . .

BACK TO NEWS