داوطلبۍ ته د بلنې اعلان !

Publish Date
Closing Date
عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو اساسي ترمیم.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/ W-006
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه د پروژې شرطنامې ترلاسه کولو په موخه ګډون وکړي.
یاد افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه تر 21 وروستیو ورځو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ.
ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي تضمین په شکل په مبلغ د 150000 (یو لک او پنځوس زره ) افغانۍ دی او په همدې مناسب جوړېدونکې جلسه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د جلسو په تالار کې دایرېږي.