د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک ډیپارټمنټ بریښنايي او میخانیکي لابراتوارونه پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

Akmal_admin
Thu, Jun 23 2022 8:07 AM
s

1401/4/2

1443/11/24

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک ډیپارټمنټ بریښنايي او میخانیکي لابراتوارونه پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال ډیپلوم انجینر عبدالرشید اقبال د دغو لابراتوارونو د پرانیستلو په مراسمو کې، د یاد پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي مسؤلینو د لابراتوارونو د تجهیز او چمتووالي ستاینه وکړه او یاد لابراتوارونه یې د محصلینو د عملي کار لپاره خورا ګټور وبلل.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري سرپرست مرستیال انجنیر سید مصباح الدین هاشمي د محصلانو له خوا له دغو لابراتوارونو څخه پر سمې استفادې ټینګار وکړ.

یاد مراسم ددغه پوهنځي استادانو او منسوبینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې او له یادو لابراتوارونو څخه په لیدنې سره پای ته ورسېدل.

Latest news

BACK TO NEWS