د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي محصلینو د خپلو استادانو په ملتیا کندهار ولایت ته د کنډا فروټ پروسس کمپنۍ د مختلفو برخو لیدنې په موخه علمي سفر تر سره کړ!
د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو یاد علمي سفر له وړاندې پلان شوی و، چې موخه یې د کندهار ولایت د کنډا فروټ پروسس کمپنۍ مختلفو برخو (Packing house , Pre Cooling , Cold Storage, Fumigation and Microbiology Lab) سره د محصلینو بلدتیا او لیدنه وه، ترڅو محصلین د علمي او تخنیکي پوهې زیاتوالي ترڅنګ د یادو برخو عملي بڼو سره بلد شي.
د غه علمي سفر، چي د استاد پوهنمل دوکتور عاشق الله "عاطف" تر علمي لارښوونې او څارنې لاندې تر سره شو د ښاغلي عاطف او د کنډا فروټ پروسس کمپنۍ تخنیکي ټیم له لورې محصلینو ته د (بسته بندۍ، مخکې سړېدنې، سړې زخیرې، قرنطین، مایکرو بیالوژي لابرتوار) او د کمپنۍ نورو برخو په اړه لازم علمي او تخنیکي معلومات وړاندې شول.
د هلنمد د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي محصلینو د یاد علمي سفر مثبت ترسراوي په اړه خوښي وښوده او د داسې سفرونو د دوام غوښتنې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې د سفر جریان او زده کړیز توکي به د خپلو نورو محصلینو شریکي کړي.