د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت اړوند شهر آرا تدریسي روغتون څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د شهر آرا نسایي ولادي تدریسي روغتون د مسؤلینو په ملتیا د دغه روغتون له لابراتوار، عملیات خونې، درملتون، کتابتون او نورو بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد روغتون د پیاده رونونو او نورو برخو د جوړولو د ژمنې تر څنګ، د تشویق په موخه د یاد روغتون له ټولو کارکوونکو سره نغدي مرسته هم وکړه.
همدا راز نوموړي د یاد روغتون د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، د حل ژمنه یې ورسره وکړه او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
د یادولو وړ ده چې شهر آرا نسایي ولادي تدریسي روغتون د نسایي ولادي او ماشومانو په برخه کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي او په نسایي ولادي برخه کې متخصصین روزي.