په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان اقتصادي پرمختیا درې ورځنی ملي کنفرانس د ستاینلیکونو او تندیسونو په وېشلو سره پای ته ورسېد

eshaq_admin
Mon, Oct 16 2023 12:20 PM
yryrr

د یاد کنفرانس په پایغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ډاډ ورکړ چې په دغه کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې به له اړوندو ادارو او وزارتونو سره شریکوي او د هېواد د اقتصادي پرمختیا په برخه کې به عملي ګټه ترې اخیستل کېږي. 
نوموړي په لوړه کچه د کابینې د وزیرانو ګډون، د مقالو په برخه کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو ونډه اخیستل او په پراخ ډول د محصلینو حضور د دې کنفرانس ځانګړنې وبللې.
علمي معین دغه راز وویل چې دا ډول کنفرانسونه د هېوادوالو او په ځانګړي ډول علمي کادرونو د یووالي ښکاره بېلګې دي، چې د هېواد مختلفو څنډو څخه استادان راټول او له یو بل سره د افغانستان پر مهمو مسایلو خپل نظرونه شریکوي.
دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه د دا ډول کنفرانسونو د جوړولو خبر ورکړ او ویې ویل: «دا د افغانستان اقتصادي پرمختیا لومړنی ملي کنفرانس و، چې لړۍ به یې په پکتیا پوهنتون کې دوامداره وي او په نورو پوهنتونونو کې به هم ملي او نړیوال کنفرانسونه جوړ شي.» 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد کنفرانس له تنظیموونکو په ځانګړي ډول د دغه وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې رئیس، د پکتیا پوهنتون مشرتابه پلاوي، ګډونوالو استادانو او د خدماتي مسؤلینو  څخه مننه وکړه. همدا راز ویې ویل هغه استادان چې له ترفیع پرته په نړیوالو ژورنالونو کې خپلې مقالې خپروي، لوړو زده کړو وزارت یې لګښت پر غاړه اخلي. 
همدارنګه د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د لوړو زده کړو وزارت، ولایتي ادارې، د هېواد مختلفو پوهنتونونو راغلو استادانو څخه مننه وکړه او هیله یې وکړه چې په تېرو دریو ورځو کې به د مېلمنو ښه خدمت شوی وي. 
د یادولو وړ ده چې د دغه کنفرانس په درېیمه ورځ هم د استادانو له لوري خپلې علمي مقالې وړاندې شوې او د کنفرانس استادانو او مسؤلینو ته د ستاینلیکونو او تندیسونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

Latest news

Mon, Aug 26 2024 5:03 AM
Background image

Ministry of Higher Education Has Issued its Annual Major Achievements Report

 

The officials of the Ministry of Higher Education presented the major achievements of the year 1445 through the conference at government’s media center.  
 “Amir ul Moamineen (May. . .

Tue, Jul 16 2024 10:49 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Has Met with Ambassador of Uzbekistan, and Discussed the Improving of Academic Relations of both countries. 


In this meeting, the Acting Minister of Higher Education, Shiekh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadem said that Uzbekistan is one of the countries, which always gives a hand sincerely. . .

BACK TO NEWS