د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

naser_admin
أحد, يوليو 27 2025 5:18 صباحا
546513212

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین په انلاین بڼه پر لیکه وو، د هېواد تحصیلي نظام پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د لازمو اصلاحاتو راوستلو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

محترم شیخ صاحب په ټولنه کې د پوهنتونونو پر رول او مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا پر موږ لوی اعتماد کړی او د تحصیلي نظام د پیاوړتیا مسؤلیت یې راسپارلی، تر څو ترقي ورکړو‎».

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د پوهنتونونو مسؤلینو ته وویل چې موږ د خپلو ورځنیو چارو تر څنګ، په پوهنتونونو کې د لا اړینو اصلاحاتو راوستولو مکلفیت لرو او د هېواد بنیادي پرمختګ را تر غاړې دی. 

نوموړي د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر پلي کولو ټينګار وکړ او د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو سره سم یې د پوهنتونونو مسؤلینو ته  سپارښتنه وکړه چې په دوامداره توګه تحصیلي نصاب  وڅاري او د هېواد بچیان د خپل دین، کلتور او ارزښتونو سره سم وروزي.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحصیلي نهادونو مسؤلینو غوښتنې او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
 نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د صفرالمظفر لومړۍ
۱۴۰۴هـ.ش، د اسد ۴مه
۲۰۲۵م، د جولای ۲۶مه

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS