د تبدیلې د فورمې د اخیستلو په هکله د خصوصي محصلانو چارو ریاست خبرتیا
«د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ټولو هغو محصلانو ته چې له یو تحصیلي بنسټ څخه بل تحصیلي بنسټ ته د تبدیلي کولو غوښتونکي وي، خبر ورکول کيږي چې له دې څخه وروسته به د تبدیلۍ فورم له هغه پوهنتونه چې ورپکې په تحصیل بوخت دی او همدارنګه په کابل او ولایتونو کې د خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونو او موسساتو اتحادیې له دفترونو څخه لاسته راوړي او د دوو تحصیلي بنسټونو (لومړي پوهنتون او دویم پوهنتون) د موافقې له اخیستلو وروسته به د وروستیو مراحلو طی کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو ریاست ته سپاري.»