لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير د افغانستان د ملي وړتياوو د تثبیت کمېسون افتتاح کړ.
دا کمېسون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابېنې د ۱۲ ګڼې فيصلې پر بنسټ د افغانستان د ملي وړتياوو (NQF) د سند په بنا او د لوړو زده کړو وزارت د اصلاحي او پراختيايي پلانونو په اساس له پولې بهر د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ او معادلت رییس پوهندوی سيد فرهاد شهيد زاده او د مرکزي پوهنتونونو د استادانو په غړيتوب رامنځته شوی دی.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له پولې بهر د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ او معادلت رییس او په کمېسون کې شامل استادانو څخه په مننې وويل: « له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا په افغانستان کې د ملي وړتياوو د تثبیت کمېسون د رامنځته کېدو په اړه بحثونه پیل شول؛ خو د مخلتفو عواملو پر بنسټ کوم پرمختګ ترسره نشو، چې له ښه بخته د لوړو زده کړو وزارت د هڅو په پايله کې ياد کمېسون نن خپل کار پیل او پرانېستل شو.»
پوهنمل بالاکرزي زياته کړه، چې د هېواد د کابينې پریکړې پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې د آسيا پسفیک سیمه ییز کنوانسيون او د يونسکو سازمان معيارونو د ښه تطبيق په موخه، لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي اسنادو د معرفي، د لوړو زده کړو د معلوماتي ملي سيسټم برابرولو او په انګلیسي ژبه د تقنيني اسنادو د ژباړنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي، چې پدې اړوند نن لوړو زده کړو وزارت خپل لومړني ګامونه واخيستل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير د ياد کمېسون غړو ته لارښوونه وکړه چې د ملي وړتياوو د چارچوب مسوده د يونسکو د معيارونو او د سيمې او نړۍ هېوادونو د ورته کمېسونونو د مطالعې پر بنسټ جوړه، چې وروسته بیا د بشري پانګې، فرهنګي او علمي عالي شورا او د کابينې غونډې ته وړاندې شي.
پوهنمل بالاکرزي وويل چې په ۱۳۹۸ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په تشکيلاتو کې معقول بدلونونه رامنځته شول، چې مثبتې پايلې هم له ځانه سره لرې او هيله ده، چې د له پولې بهر د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ او معادلت رياست او د ياد شوي کمېسون په رامنځته کېدو سره کرار کرار د هېواد په تحصيلي ډګر کې په شته ستونزو برلاسي شو.
له پولې بهر د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ او معادلت ریيس پوهندوی سيد فرهاد شهيد زاده په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د ښه مودل وړاندې کولو په موخه د عمل پلان، د افغانستان د (NQF) د جوړښت په څرنګوالي، د سيمه ييزو او نړيوالو معيارونو د مطالعې په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه وويل چې د ملي وړتياوو د تثبيت سند د يو ستراتېژيک سند په بڼه، چې کولای شي د افغانستان د لوړو زده کړو سيستم نړۍ ته وروپېژني، د تحصيلي اسنادو معادلت سازي زمینه برابره کړي او موږ ته د بشري ځواک د روزنې د څرنګوالي په برخه کې، چې په کوم ظرفيت او مهارتونو د کار بازار ته وروپېژندل شي، لارښوونه وکړي.
پدې غونډه کې د یاد کمېسون غړو استادانو هم د افغانستان لپاره د سيمې او نړۍ د معيارونو په اړوند خپل نظرونه د غونډې له ګډونکوونکو سره شريک کړل، چې د ګډونوالو لخوا ورباندې بحث وشو.
ټاکل شوې ده، چې دغه کمېسون به د خپلو پروګرامونو پاتې مرحلې او پلانونه له نورو وزارتونو او اړوندو ادارو سره شريک او يو جامع سند جوړ کړي.