د بادغیس لوړو زده کړو موسسې علمي کادري بستونه
Publish Date
Closing Date
بادغیس لوړو زده کړو موسسه د ۱۳۹۹لمريز کال له پاره په لاندې برخو کې علمی کادري بستونه اعلانوي او د یادو بستونو له پاره د لېسانس، ماسټرۍ او یا دوکتورا په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
۱- د چاپیریال سانتې پوهنځی
د طبیعي منابع مدیریت څانګه (۲) بست لومړې ځل
د چاپیریال سانتې علوموڅانګه (۱) بست بیا ځلې
داوطلبان کولای شي د ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې (دلوې) له (۵) نېټې د ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې (دلوې) تر۳۰ مې نېټې پورې یادو بستونو ته د علمي کادر له پاره د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره يې دې اړوندې موسسې ته وسپاري.