تاریخچه

د لوړو زده کړو وزارت تاریخي مخینه

 

 
 

په هېواد کې د لوړو زده کړو بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۱۳۱۱ ل ل کال د لړم میاشتې په لومړۍ نیټه کابل ښار کې د طب پوهنځي په رامنځته کولو سره کیښودل شو.

په 1325 کال کې کابل پوهنتون تأسیس شو.

 

په 1343 کال کې د ننګرهار پوهنتون او په 1348 کال کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رامنځته شول.

1356 کال کېد هیواد د لوړو زده کړو د مؤسسو د انسجام او د تحصیلي بنسټونو د پراختیا په موخه، لوړو زده کړو وزارت د یو لوی فرهنګي ارګان په حیث تأسیس شو.

 

په ۱۳۷3 کال کې د حکومت د هدایت پر بنسټ تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې او په پایله کې ۴۲ تخنیکي، مسلکي او حرفوي مؤسسې له ټولو جوړښتونو (تشکیلاتو) او بودجې سره د لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې. همدارنګه د افغانستان ټول د پیداګوژي بنسټونه، چې د لیسانس د درسي نظام لرونکي و، له خپلو ټولو تشکیلاتو، پرسونلو، منقول او غیر منقول شتمنیو سره له پوهنې وزارت څخه رابیلې او د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې شاملې شوې.