د (ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا) په برخه کې د عربستان د تحصيلي بورسونو خبرتیا

Akmal_admin

Due

-

Location عربستان سعودی

سعودي عربستان د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو له پاره د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې هلکانو او نجونو ته د ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

د اړتیا وړ اسناد:

 د ليسانس دورې د نوماندو د ښوونځي د نومرو سلنه بايد لږ تر لږه ۷۰ وي.

د ماسټرۍ دورې د نوماندو د نومرو سلنه بايد لږ تر لږه ۶۵ وي.

د بورسيې شرایط:

کانديدان بايد لومړی د خپلې خوښې پوهنتون ويب پاڼې ته ورشي، د خپلې خوښې څانګه دې وټاکي، د نوم ليکنې فورمه دې ډکه کړي او خپل تحصيلي اسناد دې له همغې برېښناليک پتې، اکونټ او يا هم د پوهنتون د اړيکو له هرې بلې لارې ولېږي.

د پوهنتون د علمي بورډ د منلو په صورت کې د هر نوماند د منلو پاڼه د شخص برېښناليک ته د پوهنتون له لوري لېږل کېږي.

  • د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ م کلونو له پاره د افغانستان برخه تحصيلي بورسونه ۳۷۱ دي او نوم ليکنه يې د ۲۰۲۰م تعليمي کال د سمستر په پای او د ۲۰۲۱م کال د جنوری مياشتې په لومړيو کې پيلېږي.
  • تر دې وړاندې سعودي عربستان ته د ښځينه محصلينو تګ محرم ته اړتیا لرله، خو اوس کولای شي چې دې هېواد ته له محرم پرته هم لاړ شي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي چې د دې هېواد په پوهنتونونو کې د ښځينه وو محصلينو منل له پخوا ډېر شوي دي.
  • د بورس نوماند به نوم ليکنه د خپلې خوښې پوهنتون د وېب پاڼې له لوري په انلاين ډول کوي او له اړوند پوهنتون څخه د خپلې خوښې بورس ته د منل کېدو د برېښناليک له تر لاسه کولو وروسته دې خپل تحصیلي اسناد او د هغوی منل پاڼه سفارت ته د خبرتیا او د بهرنيو چارو وزارت ته د ويزې له پاره ولېږل شي.
  • د سعودي عربستان د محصلينو له پاره چې په هغې پوهنتون کې هر ډول شرایط پلي کېږي د بهرنيو محصلينو له پاره چې په بورسونو ورغلي هم هماغه شرایط پلي کېږي.
  • د پوهنتون او ژبې د انستيتيوت پړاو له پاره له ۱۷ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې وي.
  •  د ماسټرۍ نوماند تر ۳۰ کلنۍ او د دوکتورا تر ۳۵ کلنۍ پورې عمر ولري.
  •  د محصل خپل هېواد دې د محصل د تحصيل د ادامې له پاره پر هغې شراطو چې د سعودي له لوري د دوی پر خپلو محصلينو پلي کېږي هوکړه وکړي.
  •  نوماند نه بايد د سعودي عربستان له کوم بل تعليمي بنسټ څخه بورسيه اخيستې وي.
  •  د نوماند اسناد او شهادتنامه له ځانګړو مراجعو څخه چې تحصيلي بنسټ يې مشخص کړي تصديق شوي وي.
  •  نوماند بايد، له اړوندو امنيتي ارګانونو څخه د نه جرم کولو تصديق ترلاسه کړي.
  •  نوماند په سعودي عربستان کې له کوم تحصيلي بنسټ څخه ويستل شوی نه وي.
  •  نوماند بايد طبي کتنه له لارښود او قوانينو سره سمه مخکې وړې وي.
  •  نوماند باید د شخصيتي تزکیې او ښه چلند تصديق د تعليمي دورې له چاپېريال يا هم د پوهنتون يا تحصيلي بنسټ له يوه استاد څخه ترلاسه کړي.

د تحصيلي بنسټ شورا د بهرنيو محصلينو د منلو له پاره چې په سعودي کې اوسېږي اصول او ضوابط د داخلي بورسيو پر بنسټ وضع کېږي چې په عيني وخت کې بايد لاندې شرایط هم په پام کې ونيول شي.

  •  نوماند بايد د هغې مرجع هوکړه چې ترې فارغ شوی دی ترلاسه کړي.
  • نوماند په سعودي عربستان کې په قانوني ډول اقامت ولري. هغو نوماندو ته چې د بورس له لارې له بهرنيو هېوادونو څخه پوهنتونونو ته جذبېږي لاندې امتيازات په پام کې نيول شوي دي.
  •  د محصلينو او د دوی د کورنۍ د غړو له پاره يې (که د محصل کورنۍ هم له هغوی سره اوسېږي) روغتيايي خدمتونه او د محصل د تیاري او وصل کېدو له پاره د دوو مياشتو د معاش ورکول.
  •  له فراغت وروسته د کتابونو د لېږلو له پاره دريو مياشتو معاش ورکول.
  •  له همغې امتيازاتو کار اخيستل چې نور محصلين يې ترې اخلي.
  •  د محصلينو له پاره په ټيټه بيه د خوړو تیارول.
  •  د علمي، فرهنګي او اجتماعي فعاليت او استوګنځي اسانتیا برابرول.
  • د اړوند تحصيلي بنسټ له مالي لايحې سره سم د ټکټ برابرول.

ياددښت:

مخکې داسې نظر موجود و چې سعودي عربستان يوازې په اسلامي څانګو کې محصلين مني په داسې حال کې چې هلته په اسلامي څانګو کې يوازې ۵ سلنه بهرني محصلين په زده کړو بوخت دي او نور يې په حرفوي او تخنيکي څانګو لکه، پيټروليم، نفت او ګاز، پيلوټي، مهندسي او نورو کې زده کړې کوي. نو په دې هېواد کې بهرني محصلين د فني، تخنيکي او حرفوي زده کړو د ادامې له پاره ډېر فرصتونه لري او افغانستان په اوسنيو حالاتو کې فني، حرفوي او تخنيکي کسانو (نارينه او ښځينه وو) ته ډېره اړتیا لري.

  • د بورسيې نوماند ته تر هغې چې د منلو سند يې اخيستی نه وي او نوم يې ليکلی نه وي محصل نه ويل کېږي.
  •  که افغانستان سربېره پر ۳۷۱ تحصيلي بورسونو د ۲۰ نورو بورسونو له پاره په شرایطو برابر کسان معرفي کړي، بورسونه به يې په تدريجي ډول لوړ شي.
  • د پوهنځيو لېست، د پوهنتونونو د منلو شرایط او څانګې، د نوم ليکنې له پروسې مخکې د دې هېواد د پوهنتونونو په وېب پاڼه کې اعلانېږي او د بورسونو غوښتونکي کولای شي وېبپاڼې ته ورشي او معلومات تر لاسه کړي. درانه نوماندان کولای شي، خپل غوښتنليکونه د سعودي عربستان د تحصيلي بنسټونو وېبپاڼو ته ولېږي او له منلو وروسته د ياد پوهنتون د داخلې د تاييد پاڼه کاپي کړي، د لوړو زده کړو وزارت ته يې يوسي او د اړينو فورمو او اسنادو له ډکولو وروسته يې د بورسونو د تنظيم او بهرنيو اړيکو رياست ته تسليم کړي څو له دې لارې د بورس مرجع ته د ويزې له پاره ور وپېژندل شي. د پوهنتونونو د برېښناليکونو د ترلاسه کولو له پاره دلته کلېک وکړئ.

د پوهنتونونو د برېښناليکونو د ترلاسه کولو له پاره دلته کلېک وکړئ.

1. لست

2. لست

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .