د یونسکو سازمان خبرتیا

موضوع: د تلپاتې پرمختګ روزنې لپاره د یونسکو جایزه
د یونسکو سازمان د پوهنتونونو استادانو ته دUNESCD-Japan prize on Education for Sustainable Development) ) تر سرلیک لاندې د یونسکو ـ جاپان جایزه ځانګړې کړې ده.
پر دې بنسټ د هېواد ټولو پوهنتونونو استادانو ته چې د دغې جایزې ترلاسه کولو لېوالتیا لري خبر ورکول کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل تر ۳۰مې نېټې پورې د دغې وېبپاڼې (https://en.unesco.org/prize-esd ) له لارې نوملیکنه وکړي. د یادولو ده چې د یادې جایزې ګټونکي ته (۵۰۰۰۰) پنځوس زره یورو په پام کې نیول شوي چې د جاپان هېواد یې ورکوي.