د تړون کولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي خدماتي پرسونل د پسرلي او مني د جامو، بوټانو او موزو د چمتو کولو او تدارک پروژې تړون د عطاالله قریشي د البسې د تولید شرکت سره په (1066/300) یو میلیون او شپږ شپېته زره او درئ سوه افغانۍ په ټولیزه بیه وکړي، چې ( 65604) یې د جواز نمبر دی. پته: جنګلک، د چهلستون سړک، مرکز کابل.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري کولای شي چې خپله نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلې بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.