د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد لوېدیځ زون له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره د ناستې په څنډه کې د هرات پوهنتون طب پوهنځی استاد پوهنوال ډاکټر عز یزالرحمن نیازي احساس او وطندوسي د ستاینلیک په ورکولو سره وستایله.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هرات پوهنتون د طب پوهنځی استاد او د استادانو د مسلکي پراختیا امر پوهنوال ډاکټر عزیزالرحمن نیازي نېک احساس او وطندوستي وستایله، چې له شاوخوا شلو مختلفو هېوادونو څخه ورته د دعوتنامو په رالېږلو سره سره، په هېواد کې پاتې شو او د هېواد ځوان نسل یې بې سرنوشته پرېنښود.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د استاد نیازي نېک احساس ته په اشارې سره وویل، چې د ا.ا.ا د هېواد له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په پار، په خپل ټول توان هڅه کوي، چې بهر ته تللي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي، تر څو په ګډه د افغانستان د پرختګ او ودانولو لپاره کار وکړو او د استادانو له علم څخه په استفادې د هېواد بچیان وروزو.
وروسته د هرات پوهنتون استاد پوهنوال ډاکټر عزیزالرحمن نیازي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له تشویق څخه د مننې تر څنګ وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر فرد یې باید د ودانولو لپاره هڅه وکړي.
استاد نیازي وویل چې د هېواد د وروستیو تحولاتو په جریان کې مې له هېواد څخه د وتلو په پار له شاوخوا ۲۰ هېوادونو څخه دعوتنامې تر لاسه کړې، خو دا چې د خپل هېواد، خلکو او په ځانګړي ډول ځوان نسل حق اداء کړم، د هېواد د ودانولو او ځوان نسل د روزنې لپاره کار وکړم، نو ومې نه غوښتل چې له هېواد څخه ووځم او خپله انرژي د نورو لپاره مصرف کړم.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په بیا بیا په خپلو پروګرامونو کې له افغان استادانو او متخصصینو څخه غوښتي چې خپل مور وطن ته راشي او د خپل کور په جوړولو کې ونډه واخلي.