داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د پروژې سرلیک: د کندهار پوهنتون د ادبیاتو او انجنیري پوهنځيو د شبکه جوړونې پروژه.

د داوطلبۍ ګڼه:  MOHE/GOVD-ON/1400/NCB/G-029

لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کندهار پوهنتون د ادبیاتو او انجنیري پوهنځيو د شبکه جوړونې پروژه چې د داوطلبۍ ګڼه يې MOHE/GOVD-ON/1400/NCB/G-029 ده. خبر ورکول کېږي چې خپل تړلي افرونه، د ا- ا ج د تدارکاتو له قانون او شرط پاڼې سره سم وړاندې کړي.

د شرطپاڼې اصول له www.npa.gov.a، www.ageops.net وېبپاڼې او لوړو زده کړو وزارت څخه تر لاسه کړئ او د افرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه د روان کال د کب مياشتې په ۱۳مه د سهار په لسو بجو پای ته رسېږي، له لیکل شوې نېټې ناوخته رسېدلي او برېښنايي افرونه د منلو وړ نه دي.

د افر خلاصونې غونډه د روان لمريز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه د سهار په 10بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست په سالون کې چې د کابل په څلورمه کارته د لوړو زده کړو په وزارت کې موقعیت لري جوړېږي.

د افر تضمین:

د افر تضمین  (130,000) یو سل او دېرش زره افغانۍ دی.

د افر تضمین د افر خلاصونې له ورځې چې ۱۱۸ورځې کېږي 28 اضافه نورې ورځې هم د اعتبار وړ دی.

د افر تضمین باید د همغه شرکت په عنوان وي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی دی، کاپي او سکن يې د منلو وړ نه دي او اصلي نسخه يې باید تسلیم شي.

په هغه صورت کې چې داوطلبي په مشترکه بڼه وي، باید د افر تضمین د شریکانو په نوم وړاندې شي، د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده. بانکي تضمین د بانکي تضمین له فورم څخه په استفادې، د شرطپاڼې له اتمې برخې سره سم چې د تضمیناتو فورمونه پکې شامل دي، وړاندې شي.

د داوطلبۍ شمېره، د اړوندې پروژې د افر د تضمین اندازه او نېټه باید دقیق او قلم وهل شوې ( چټله) نه وي.

يادونه: د داوطلبۍ د نېټې د اعلان او د داوطلبۍ د اسنادو تر منځ د نېټې د توپير په صورت کې، په شرطپاڼه کې ليکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او جلسه له داوطلبۍ څخه مخکې په۴ / ۱۲/ ۱۳۹۹ نېټه له غرمې مخکې په ۱۰ بجو د تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې جوړېږي.

د اړیکو شمېره:  0202514078

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۹:۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د وزارت مرکز جنراتورونو او وسايطو لپاره دوه ډوله تېلو(ډيزل او پټرول) او ۲۸ قلمه روغنیاتو او فلتر بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-99
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي لابراتواري وسایلو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-103  
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته . . .

Back to tenders