داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د پروژې سرلیک: په Catering د ۱۴۰۰ کال لپاره د کابل پوهنتون نجونو شپېځای د خوراکي توکو تدارک او ترتیب پروژه.

د داوطلبۍ شمېره: NPA/MOHE/1400/G-860/NCB

د تدارکاتو ملي اداره د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په Catering سیسټم د ۱۴۰۰ کال لپاره د کابل پوهنتون نجونو شپېځای د خواړو پروژې تدارک او ترتیب کې ګډون وکړي. خپل سرتړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړانډې کړي.

شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ:

www.npa.gov.af یا www.ageops.net وېبپاڼې تر لاسه او د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۰ کال، وري ۱۳مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه نه منل کېږي.

د آفر د ضمانت بیه (۲،۶۰۰،۰۰۰) دوه میلیونه او شپږ سوه زره افغانۍ ده.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده

پته: ا.ا.ج، د تدارکاتو ملي اداره، لومړی پوړ، د ملي تدارکاتو ادارې ماڼۍ، د کنفرانس خونه.

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ ده او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د وري په ۸مه، د سهار په ۱۰ بجو د سکایپ له لارې تر سره کېږي.

د سکایپ پته: live:.cid.74b055a732aec83b

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د سرعت لوژیستیکي او معلوماتي خدمتونو شرکت سره د (۱،۳۱۸،۰۰۰) یو . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۴
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې مسلم اریایي لوژیستیکي خدمتونو سوداګریز شرکت سره د بدخشان پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۴
Background image

د تړون عامه خبرتیا

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د حضرت زاده لوژیستیکي خدمتونو شرکت سره د سمنګان لوړو زده کړو موسسې . . .

Back to tenders