داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

eshaq_admin
fsdrwetg

Publish Date

Closing Date

عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د همغږۍ آمريت (۳۱) قلمه د اړتيا وړ ورزشي  توکو د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-013 

لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د محصلانو چارو د همغږۍ آمريت (۳۱) قلمه د اړتيا وړ ورزشي توکو د تهیه او تدارک د پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه او خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱هـ ش کال د قوس میاشتې ۸ مې نېټې، د سې شنبې په ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل ښار په درېيمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعیت لري، وسپاري. 
ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (70,000) اويا زره افغانیو په اندازه وړاندې شي.
د افر ضمانت بايد ۲۸ ورځې زيات د افر د باور له نېټې څخه وي، يعني د افر د پرانيستې څخه ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
د افر پرانيستې ناسته د ۱۴۰۱هـ ش کال  د قوس ۸ مه، د سې شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت، د تدارکاتو رياست د افر پرانيستلو صالون کې، چې د کابل په درېيمه ناحیه، څلورمه کارته کې موقعيت لري ترسره کېږي. 

د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: saririnasrat90@gamail.com

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۸:۲۵
Background image

د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس خبرتیا !

په پام کې ده چې ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون لومړنی نړیوال کنفرانس د روان ۱۴۰۲ کال د سلواغې میاشتې له ۲۱ـ ۲۳ نېټې پورې ترسره شي.
نو د ټولو پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، پالیسي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۵:۳۸
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا! 

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا او د تحصيلي نصاب بیاکتنې او پراختيا لارښودونو او معيارونو معرفي . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۷:۴۳
Background image

د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا!

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت مرکز شبکې وسایل او فایروال تهیه او . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۶:۵۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: پکتيا پوهنتون طب پوهنځي د لابراتواري وسايلو تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-48
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۶:۱۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې انټرنټ شبکې جوړولو پروژه. داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-47 د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوګر لوړو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

نېټه: 28/06/1402 هـ ش   مطابق د:   04/03/1445هـ ق  
عنوان: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوټبال ميدان بیارغونه او د فوټبال ميدان غاړو کې د منډې وهلو سرک جوړولو پروژې داوطلبۍ ته بلنې . . .

Back to tenders